د لاس رسي وړ اتصالات

ایرلنډ له افغانستان سره د کرکټ روانه لړۍ مساوي کړه


د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ وروستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ ده
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ وروستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ ده

د پنجشنبې د ورځې لوبه هم په شارجه کې وشوه چې ایرلنډ وګټله.

ایرلنډ د پچې له ګټلو وروسته بيټینګ پیل کړ او په ۵۰ اورونوکې یې افغانستان ته د ۲۷۲ منډو هدف وټاکه، خو افغانستان دا هدف پوره نشو کړی او ایرلنډ ته يې په ۵۱ منډو لوبوه وبایلله.

د افغانستان ټول لوبغاړي په ۴۵ اورونو په ۲۲۰ منډو وسوځېده. کې وسوځېدل او هېڅ یو افغان منډه جوړونکو کې ۵۰ منډې ونکړې. تر ټولو ډېرې منډې ۴۸ جاوید احمدي وکړي او ورپسې رحمت شاه ۳۲ منډې وکړې.

په افغان توپ اچوونکو کې، محمدنبي، راشد خان، مجیب ځدراڼ او دولټ ځدران دوه- دوه او ګلبدین نایب یو کس وسوځول.

مجیب ځدراڼ چې له ایرلنډ سره یې په تېره لوبه کې څلور کسان سوځولي وو او د لوبې غوره لوبغاړی و، په نننۍ لوبه کې ایرلنډ ته کوم لوی سرخوږی جوړ نکړ او یا ایرلنډیانو ورته ښه امادګي نیولې وه.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ درېیمه لوبه د یکشنبې په ورځ ده. د دغې لړۍ لومړنۍ لوبه افغانستان په ډېرې اسانۍ سره ګټلې وه. درېیمه لوبه که هر چا وګټله د روان سیریز جام خپلوي.

XS
SM
MD
LG