د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست: د طالبانو حاکمیت له ننګونو سره مخ دی 


د طالبانو د اسلامي امارت د دفاع وزارت سرپرست ملامحمد یعقوب مجاهد، چې پدې مقام باندې له ټاکل کیدو وروسته یې په لومړي ځل د خبریالانو پر وړاندې په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وینا کوله په افغانستان کې د طالبانو د تیرو شلو کلونو جګړو ته په اشارې وویل، چې طالبان نور د هیچا سره دښمني نلري.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست وویل، چې افغانستان څخه بهرني سرتیري وتلي او په دغه هیواد کې اسلامي نظام ټینګ شوی، خو لا هم افغانان د ډیرو سختو ستونزو سره مخ دي.

ملامحمد یعقوب مجاهد وویل: "ملت مو ډیر زوریدلی دی هرې برخې کې خدمت ته اړتیا لري. دا ملک او دا نظام د نړیوالو تهدیدونو لاندې دی، بندیزونه راباندې لګیدلي دي، پیسې مو کنګل شوي دي، په رسمیت مو څوک نه پیژني او مشکلات را ته ایجاد شوي دي. ددې مشکلاتو څخه د وتلو په خاطر باید مونږ ټول لاس په کار شو او هر هغه هڅه وکړو، چې هغه د اسلامي شریعت او د افغانستان د ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي".

امریکا او لویدیځ هیوادونه پدې ټینګار لري چې که طالبان په افغانستان کې بشري حقونو په ځانګړې توګه ددې هیواد د ښځو او نجونو حقونو ته ته درناوی ونکړي، د دوی حکومت به په رسمیت ونه پیژني.

امریکا، او نړیواله ټولنه همداشان له طالبالنو غواړي چې د القاعده شبکې په ګډون د تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې وشلوي او د اسلامي دولت د ډلې یا داعش په وړاندې تینګه مبارزه وکړي.

د امریکا د پوځ د ستر درتیز د اوپراسیون رئیس جنرال جیمز منګیس، د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم ۴) د افغاسنتان او سیمې د امنیتي وضعیت په اړه د کانګرس په یوې استماعیه غونډې کې په امریکا باندې د برید لپاره د داعش او القاعده د وړتیا په اړه وویل، چې داعش ښایي د شپړو میاشتو څخه تر یو کال پورې پر امریکا باندې د برید ظرفیت ومومي، خو د هغه په وینا القاعده له یو نه تر دوو کلونو پورې وخت ته اړتیا لري چې دغه هدف ترلاسه کړي. دوی د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې ددغو ډلو له ځواکمن کیدو نه اندیښنه لري.

روسيې هم پدې وروستیو کې د افغانستان په شمال کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د جنګیالیو د شتون په اړه خبرداری ورکړی او د مسکو په غونډه کې یې له طالبانو وغوښتل چې ددې ډلو د فعالیت مخنیوی وکړي.

همداشان د افغانستان د سیاسي چارو کارپوهان وایي اساسي ستونزه پدې کې ده چې طالبالنو پراخ بنسټه حکومت ندی جوړ کړی او د ښځو او نجونو د حقونو په شمول دغه ستونزې ددې سبب شوي چې په بهر کې د افغانستان شتمنۍ کنګل شي.

د افغانستان د سیاسي چارو یو کارپوه طارق فرهادي وایي د طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست له افغانانو غواړي ټول یو ځای د مشکلاتو پر وړاندې لاس په کار شي چې په وینا یې "دا سمه ده، خو طالبان باید نورو ته اجازه ورکړي، چې ورسره همکاري وکړي په حکومت او حکومتدارۍ کې په دولت کې د دولت په لوړو پوستونو کې، د یوې خوا د نورو افغانانو څخه د مرستې غوښتونکي دي او د بلې خوا تراوسه په حکومت کې یوازې طالبان لیدل کیږي".

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست وزیر همداشان ویلي "مونږ د هیڅ افغان دښمنان نه یو، نه مو د هیڅ افغان دښمني مخکې کړې ده." د هغه په وینا د افغانانو په وړاندې د دوی مخکنۍ جګړه د مجبوریت له مخې وه، ځکه چې د هغه په وینا د بهرنیو ځواکونو اډو ته د رسیدلو لپاره جګړې ته اړتیا وه او دوی نشو کولی، چې د جګړې پرته امریکايي اډې په نښه کړي.

د افغانستان د سیاسی چارو کارپوهان د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند د زوی دا څرګندونې مهمې ګڼي، خو وايي، چې د خلکو همکاري ته زمینه برابرول د طالبانو کار دی، چې څنګه هغوی خلک په نظام کې شریک کړي.

د سیاسي چارو کارپوه ښاغلی فرهادي وايي، چې حکومت باید پراخه شي. او طالبان باید نړیوالو غوښتنو سره ځانونه برابر کړي په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته پاملرنه وکړي او هغو ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړي.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست په کابل کې د افغانستان د وسله والو ځواکونو د طبي علومو اکاډومۍ کې د افغان- سین په نوم درییم نړیوال کنفرانس ته د وینا پر مهال د افغان پانګه والو هم وغوښتل، چې د روغتیا په سکټور کې دې پانګه واچوي ترڅوافغانان د علاج لپاره بهرنیو هیوادونو ته د تللو څخه خلاص شي.

له بلې خوا نن په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو جمع روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړه شوې وه چې د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت په رامنځته کیدو ټینګار وکړ چې په کې ددې هیواد ټول قومونه شامل وي.

XS
SM
MD
LG