د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګان: القاعده او داعش پر امریکا د برید اراده لري


د امریکا د متحده ایالتونو دفاع وزات وایي چې د القاعده او داعش په شان ترهګرې ډلې پر امریکا د برید اراده لري خو د دفاع وزارت د چارواکو په وینا، یادې ډلې اوسمهال د دا ډول کار د ترسره کیدو وړتیا نلري.

د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ مرستیال کولن کال او د یاد هیواد د وسله وال پوځ د ستر درستیز د اوپراسیون رئیس جیمز منګیس نن سه شنبې اکټوبر ۲۶ (لړم څلورمه) د یوې استماعیه غونډې پرمهال کانګرس ته معلومات ورکړل.

دا جلسه چې د امریکا د سنا مجلس د نظامي خدمتونو د کمیټې له خوا جوړه شوې وه ، موخه یې د افغانستان او سیمې د امنیتي وضعیت څیړل وو.

جنرال منګیس پر امریکا د القاعده او داعش د برید د ظرفیت په اړه وویل، داعش ډله ممکن په شپږو میاشتو تر یو کال پورې پر امریکا د برید وړتیا پیدا کړي خو القاعده یو تر دوو کلونو پکار دي چې ځان دې هدف ته ورسوي.

دغه امریکایي پوځي زیاته کړه:"طالبان او داعش دښمنان دي، خو باید ولیدل شي چې ایا د طالبانو ډله به وکولی شي داعش ته ماته ورکړي که نه."

دغو دوو چارواکو زیاته کړه د القاعده او طالبانو ترمنځ اړیکې پیچلي دي خو طالبان د خپل حکومت د مشروعیت موضوع ته په کتو، نغواړي‌ چې القاعده د افغانستان له خاورې څخه د بل هیواد په وړاندې استفاده وکړي.

دغو جګپوړو امریکایي چارواکو زیاته کړه امریکا نغواړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په خونډي پټنځای بدل شي او امریکا ددې ډول عملیاتو د ترسره کیدو وړتیا لري.

وروسته له هغه چې طالبانو په اګست میاشت کې د افغانستان کنټرول ترلاسه کړ ، داعش ډلې په افغانستان کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت له پای ته رسیدو وروسته هغو ډلو ته چې غواړي امریکا ته زیان ورسوي خبرداری ورکړ او ویې ویل:"متحده ایالات به آرام پاتې نشي. نه یې بښو او نه یې هم هیر وو. د نړۍ تر پایه به درپسې درشو او د خپلو اعمالو قیمت به ورکړئ."

د راپورونو له مخې، امریکا غواړي چې د نظامي‌ او استخباراتي علمیاتونو لپاره، د پاکستان له هوایي‌ حریم څخه استفاده وکړي، خو تر اوسه د دواړو هیوادونو چارواکو پر داسې تعامل د هوکړې پخلی ندی کړی.

اسلام آباد له دې وړاندې ویلي وو چې له امریکا سره همکاري لري او د یاد هیواد د هوایي حریم څخه د استفادې په اړه پر یوې هوکړې د کار په اړه خپاره شوي راپورونه هم رد نکړل.

د امریکا د دفاع وزارت د پالیسئ مرستیال کولن کال نن وویل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره مشترکه همکاري دوام لري او امریکا اوسمهال د پاکستان له هوایي حریم څخه استفاده کوي او واشنګټن هڅه کوي دا لاسرسی په راتلونکې کې هم دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ډلې په دې وروستیو کې ویلي دي چې امریکا د نړیوالو قوانینو او په دوحه کې د خپلو تعهداتو خلاف د افغانستان هوایي حریم نقض کړی دی.

XS
SM
MD
LG