د لاس رسي وړ اتصالات

ایلن مسک وايي د ټویټر ادرس ایکس ته بدل شو


که څه هم ددې شبکې نوم او لوګو ایکس ته اړول شوې وه خو ډومېن یا وب ادرس یې ټویټر ټکی کام پاتې و چې نن په "X.com" بدل شو.
که څه هم ددې شبکې نوم او لوګو ایکس ته اړول شوې وه خو ډومېن یا وب ادرس یې ټویټر ټکی کام پاتې و چې نن په "X.com" بدل شو.

ایلن مسک د جمعې په ورځ مۍ ۱۷ (غويي ۲۸) تائید کړه چې د ټولنیزې شبکې ټویټر وب ادرس له ټویټر څخه ایکس ته بدل شوی دی.

مسک په ۲۰۲۲ کې دا شبکه په ۴۴ میلیارد ډالرو وپېرله.

که څه هم ددې شبکې نوم او لوګو ایکس ته اړول شوې وه خو ډومېن یا وب ادرس یې ټویټر ټکی کام پاتې و چې نن په "X.com" بدل شو.

مسک په ایکس شبکه کې په خپل حساب کې لیکلي: "ټول اساسي سیستمونه اوس ایکس ټکي کام ته اړول شوي."

د وب په زیاتره براوزرونو کې ټویټر ټکی کام په اتومات ډول په ایکس ټکي کام بدلیږي که څه هم په ځینو براوزرونو کې ټویټر ټکی کام لا تراوسه پاتې دی.

مسک چې د ټیسلا بریښنايي موټرو، "سپیس ایکس" فضايي شرکت او ځینو نورو شرکتونو مالک هم دی، "ایکس" د خپلو کاروبارونو د برانډ یا نوم په توګه کارولی دی.

نوموړي د ټویټر د پیرلو د قرارداد د نهايي کولو دپاره د "ایکس کورپ" په نوم یو شرکت جوړ کړی و.

مسک وايي، غواړي چې د چین د "WeChat" په څېر "X" هم په یو مشهور او ستر اپلیکیشن بدل کړي.

دغه چینايي اپلیکیشن تر ایکس ډیر لوی دی چې د ټولنیزې شبکې په توګه د لیکلیو پیغامونو د لیږلو، غږیزو او ویدیویي مکالمو، موبایل راکړې ورکړې، لوبو، خبرونو، په انلاین بڼه د ټکټونو پلورلو او نورو خدماتو دپاره کارول کیږي.

مسک په ایکس اپلیکیشن کې د "ګروک" په نوم د مصنوعي هوښ یو "چټباټ" هم جوړ کړی چې دا اونۍ یې په اروپا کې کار پیل کړ.

د مسک لخوا د ایکس شبکې د اداره کولو پر طرز باندې انتقادونه شوي دي.

د مسک له خوا د ایکس مشرتابه جنجالي ثابت شوی دی. هغه په زرګونو کارمندان له دندو ګوښه کړي، په شبکه کې لویې تخنیکي ستونزې رامنځته شوي او همدارنګه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یو شمېر ښي اړخو توطئې تیوریستانو حسابونه بیا فعال شوي دي.

اروپایی تنظیم کونکو په ایکس او نور ټولنیزو شبکو کې د غلطو معلوماتو د خپرېدو په تور تحقیقات پیل کړي دي.

اروپايي ټولنې د دې میاشتې په پیل کې غوښتنه وکړه چې ایکس د خپلې منځپانګې د څارنې د کارمندانو د کمولو په اړه خپله پریکړه تشریح کړي او دې شبکې ته یې د جمعې تر ورځې مهلت ټاکلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG