د لاس رسي وړ اتصالات

میانمار کې یاغیان ادعا کوي چې د پوځ یو سرحدي مرکز یې نیولی 


یاغیان وایي د پوځ دا مرکز د تایلنډ او میانمار په سرحد کې دی
یاغیان وایي د پوځ دا مرکز د تایلنډ او میانمار په سرحد کې دی

په میانمار کې د یاغیانو یوه قومي ډله ادعا کوي چې له پوځ سره یې تر یوې جګړې وروسته یې د پوځ یو سرحدي مرکز نیولی دی.

دا په دغه هېواد کې د پوځ له کودتا ورو سته د پوځ د داسې کوم مرکز د نیولو لومړۍ ادعا ده چې د «کارېن ملي ټولنې» یاغیانو کړې ده.

ددغې ډلې ویاند پادوه ساو تاو، د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۷ (غوايي۷) وویل چې دوی په سهار پنځه بجې د میانمار او تایلنډ په سرحد کې د «سالوین» سمندر ته نژدې د پوځ دا مرکز ونیوه.

د کلیوالو له خولې ویل شوي دي‌ چې په سیمه کې درنې ډزې شوې. عیني شاهدانو ویلي دي چې دوی د میانمار د پوځ لږ تر لږه شپږ سرتېري لیدلي چې له خپل مرکز څخه په تېښته وو.

د تلفاتو راپورونه ورکړل شوي نه دي او د میانمار پوځ هم لا په دې اړه څه نه دي ‌ویلي.

د «کارېن ملي ټولنه» د روان کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د پوځ په کودتا کې د دموکرات حکومت له نسکورولو وروسته، د کارېن په ایالت کې په پوځ او پولیسو بریدونه کوي.

د میانمار پوځ له تېرو څو اونیو راهېسې د دغې ډلې د ځپلو لپاره بمبارۍ کوي ‌چې ۲۴۰۰۰ ولسي خلک یې له کبله بېځایه شوي دي.

د کارېن یاغي ډله د پوځ په ضد د پيل شویو مظاهرو برخه ده چې د ان سن سوچي په مشرۍ د منتخب دموکراتیک حکومت بېرته واکمن کېدل غواړي.

پوځ ادعا کوي چې مخکنی حکومت په ټاکنو کې د درغلیو له لارې واک ته رسېدلی. پوځ د مظاهرو له پيل راهېسې سلګونه مظاهره چیان وژلي، ژوبل کړي او نیولي دي.

XS
SM
MD
LG