د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: شمالي کوریا روسیې ته بالستیک میزایل او د میزایل توغولو دستګاوې ورکړي


د سپنې ماڼۍ د ملي‌ امنیت د شورا مشاور جان کربي
د سپنې ماڼۍ د ملي‌ امنیت د شورا مشاور جان کربي

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ جنوري څلورمه (مرغومې۱۴) وویل چې شمالي کوریا روسیې ته بالستیک میزایل او د میزایل توغولو دستګاوې ورکړي چې په اوکراین باندې په وروستیو بریدونو کې ترې کار اخیستل شوی دی.

د سپنې ماڼۍ د ملي‌ امنیت د شورا مشاور جان کربي وویل چې پیونګ یانګ روسیې ته داسې میزایل ورکړي چې د ۹۰۰ کیلو میتر په فاصلې کې هدف وېشتلای شي او په خبره یې مسکو په همدې اوونۍ کې په دوو بریدونو کې توغولي ‌دي.

هغه خبریالانو ته وویل: "زموږ معلومات څرګندوي چې په دې وروستیو کې د کوریا د خلکو دموکراتیک جمهوریت روسیې ته د میزایل توغولو دستګاوې او بالستیک میزایل ورکړي." هغه زیاته کړه چې له روسیې سره د شمالي کوریا دا ډول مرسته «د پام او اندېښنې وړ» مسئله ده.

نوموړي ‌وویل چې دا کار د اوکراین سره د حیاتي پوځي مرستو تصویبول نور هم څرګندوي چې کانګرس یې باید وکړي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جوبايډن ویلي‌وو: "تر څو پورې چې کانګرس په نوي کال کې عاجل اقدام ونه کړي، موږ نه شو کولای چې اوکراین ته هوايي ضد حیاتي سیستمونه او وسلې واستوو چې د خپلو خلکو ساتنه وکړي. کانګرس باید اقدام او له نور ځنډ پرته عمل وکړي."

د بایډن حکومت چارواکي وايي که اوکراین ته د امریکا مرستې ونه رسېږي، کیف به د دې توان ونه لري چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له میاشتې راهېسې د روسیې له لوري خپلې اشغال شوې سیمې بېرته ونیسي.

سپینې ماڼۍ ویلي‌ دي چې په دې مسئلې باندې به د امنیت شورا په غونډه کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو څخه د شمالي ‌کوریا د سرغړونې په توګه بحث کوي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیه له ایران څخه هم د میزایلو د اخیستلو هلې ځلې کوي او‌په دې اړه خبرې روانې دي.

متحدو ایالتونو د تېرکال د اکتوبر په میاشت کې وویل چې شمالي کوریا روسیې ته تر ۱۰۰۰ کانتینرونو ډېر پوځي مهمات او تجهیزات روسیې ته سپارلي‌، خو دا لومړی ځل دی چې امریکایي چارواکي‌ وايي روسیې د اوکراین په جګړې کې د شمالي کوریا میزایل کارولې دي.

د شمالي کوریا مشر کیم جون اون د سپتمبر په میاشت کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره لیدلي وو.

د اوکراین مقاماتو څو ورځې مخکې وویل چې د روسیې له لوري د دغه هېواد په دوو لویو ښارونو د بالستیک میزایلو بریدونه شوي چې لږ تر لږه پنځه تنه په کې وژل شوي او ۱۰۰ نور ژوبل‌ دي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د خپل ایکس په حساب کې لیکلي دي چې روسیې د «کینژال» په نوم ۱۰۰ بالستیک میزایل په کیف او خارکیف باندې توغولي دي. روسیې د تېرې جمعې راهېسې په اوکراین باندې خپل بریدونه زیات کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG