د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی: د شمالي کوریا سرتېري به له اوکراین څخه په کڅوړو کې ستانه کړل شي


په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي‌ مرستیال رابرټ ووډ
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي‌ مرستیال رابرټ ووډ

په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو د دیپلوماتیک ماموریت مرستیال د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم نهمه) د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د اوکراین جګړې لپاره روسیې ته د شمالي کوریا استول شوي سرتېري به د «جسد په پلاستیکي کڅوړو» کې بېرته ستانه کړل شي.

رابرټ ووډ په خپلو خبرو کې د شمالي کوریا ولسمشر ته خبرداری ورکړ: «که د شمالي کوریا سرتېري د روسیې د حمایت لپاره اوکراین ته داخل شي، حتمآ به د جسد په کڅوړو کې بېرته ستانه کړل شي.»

هغه زیاته کړه: «رئیس کیم ته مې مشوره دا ده چې په دغه خطرناک او بې باک عمل کې له داخل کېدو مخکې دوه ځلې فکر وکړي.»

شمالي کوریا روسیې ته د ځواکونو د استولو خبره رد کړې ده خو د بهرنیو چارو وزیر یې ویلي دي که پیونګ یانک روسیې ته خپل سرتیري واستوي هم، دا به د نړیوالو معیارونو سره برابر اقدام وي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپل هېواد کې د شمالي کوریا د سرتېرو موجودیت رد کړی نه دی. نوموړي د همدې اونۍ په پیل کې وویل چې مسکو به د شمالي کوریا د سرتېرو د استولو په څرنګوالي او د اوکراین جګړې ته یې د استولو په اړه پرېکړه وکړي.

تر دې مخکې امریکايي مقاماتو ویلي وو چې شمالي کوریا روسیې ته ۱۰۰۰۰ سرتېري استولي دي.

په همدې حال کې د روسیې سفیر یو ځل بیا وویل چې له شمالي کوریا سره یې د هېواد پوځي تعامل د نړیوالو قوانینو سره برابر دی.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نابینزیا د امنیت شورا ته وویل: «غواړم دا مسئله څرګنده کړم چې له شمالي کوریا سره په پوځي او نورو برخو کې د مسکو تعامل د نړیوالو قوانینو مطابق دی او سرغړونه نه ده.»

هغه وویل چې د دغه اقدام هدف د بل هېڅ هېواد په ضد نه دی.

بل لوري ته د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر لوید استن له شمالي کوریا څخه وغوښتل چې خپل ځواکونه له روسیې څخه وباسي. هغه وویل چې امریکا له خپلو ایتلافیانو او شریکانو سره کار کوي‌ چې روسیه وهڅوي د شمالي کوریا سرتېري د اوکراین جګړې ته وانه استوي، خو «بیا هم داسې ښکاري چې روسیه به دا کار کوي».

هغه وویل چې د شمالي کوریا سرتېري د روسیې په لباسونو او وسلو ملبس او مجهز شوي دي.

جنوبي کوریا هم له روسیې څخه د شمالي کوریا د سرتېرو د وتلو غوښتنه کړې ده. د جنوبي کوریا د دفاع وزارت ویلي چې په روسیې کې د شمالي کوریا د سرتېرو موجودیت به د کوریا په ټاپوزمه کې ستونزې او امنیتي ګواښونه زیات کړي.

د جنوبي کوریا د دفاع وزیر کیم یون هونګ وویل چې «ډېر احتمال شته» شمالي کوریا روسیې ته د سرتېرو د استولو په بدل کې له مسکو څخه د خپلو اتومي پروګرامونو لپاره تکنالوژي وغواړي- چې جنګي اتومي وسلې، بین البراعظمي بالستیک میزایلونه او نظارتي سټلایټونه به هم په کې شامل وي-.

دغه راپور کې د فرانس پرس او رویټرز خبري اژانسونو معلومات کارول شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG