د لاس رسي وړ اتصالات

د نجیب لور د خپل پلار په اړه د غني په څرګندونو تند غبرګون وښود


د ډاکټر نجیب لور مسکا نجیب د ولسمشر غني په څرګندونو نیوکه کړې ده
د ډاکټر نجیب لور مسکا نجیب د ولسمشر غني په څرګندونو نیوکه کړې ده

د افغانستان د یو پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله لور مسکا نجیب د ولسمشر غني په هغو څرګندونو تند غبرګون ښودلی دی چې ویلي د ډاکټر نجیب لویه تېروتنه دا وه چې اعلان یې وکړ استعفا کوي.

ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ ۱۱جون (۲۲غبرګولي) د اتلانتیک شورا سره په یو‌ ویډیویي ‌کنفرانس کې وپوښتل شو که د سولې لپاره له واکه د هغه لېرې کېدل یو شرط وي، هغه به یې ومني؟

ښاغلي غني وویل:"د ډاکټر نجیب الله د ژوند تر ټولو ستره غلطي هماغه وه چې اعلان وکړ چې استعفا به ورکوي. مونږ دغه فلم په خپل ژوند لیدلی. هیله کوو چې له مونږ نه د دغه فلم بیاځلي تکرارولو غوښتنه مه کوئ چې مونږ پوهیږو انجام یې څه دی."

خو مسکا نجیب د ښاغلي غني له څرګندونو یوه ورځ وروسته په خپل فیسبوک کې د هغه په دغو څرګندونو انتقاد وکړ.

هغې لیکلي دي: "ولسمشر غني، په افغانستان کې جګړه د ۲۰ کلن فلم پروژه نه ده. په هر حال، هر فلم پای لري....... د مرکې په پای کې ستاسو مسکا، ستاسو په څېر د یو رهبر سره ښه نه ښايي. د سولې لپاره د نجیب الله په نیت او ملتپالنې یوازې افغانان پوهیږي..... "

مسکا نجیب د ډاکټر نجیب کوچنۍ لور ده چې عکاسه او د مستندو فلمونو جوړوونکې ده.

د ډاکټر نجیب حکومت او نظام په نویمو کلونو کې د مجاهدنیو سره له جګړې وروسته سقوط او ړنګ شو او بیا په افغانستان کې کورنۍ جګړې پیل شوې.

د دغو کورنیو جګړو په ترڅ کې د طالبانو غورځنګ پیدا شو او طالبانو بیا د کابل له نیولو وروسته د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله وواژه.

ولسمشر غني په دغې ویدیویي کنفرانس کې له طالبانو سره د سولې په خبرو او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه هم معلومات ورکړل.

XS
SM
MD
LG