د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د افغان پوځ په عملیاتو کې د ملکي کسانو د وژلو ادعا


ننګرهار کې د افغان پوځ په عملیاتو کې د ملکي کسانو د وژلو ادعا
ننګرهار کې د افغان پوځ په عملیاتو کې د ملکي کسانو د وژلو ادعا

له ننګرهار نه راپورونه وايي چې دغلته د «صفر دوه» په نامه د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې پنځه تنه وژل شوي چې خلک او حکومتي منابع یې ملکي وګړي ګڼي.

دغه عملیات تېره شپه یوولس بجې د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ کې شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي د یکشنبې په ورځ د «وري/ حمل۴مه»امریکا غږ ته وویل چې په دغو ځمکنیو عملیاتو کې پنځه کسان وژل شوي، درې زخمیان دي او پنځه کسان یې ژوندي وړي دي.

نوموړی وايي، تر اوسه لا معلومه نه ده چې وژل شوي او وړل شوي کسان ملکیان دي که له مخالفو وسله والو سره یې لاس درلود.

پر همدې مهال یوې معتبرې حکومتي سرچینې بیا امریکا غږ ته وویل چې وژل شوي، ټپیان او وړل شوي ټول عام وګړي دي.

د یادو کسانو د وژولو په غبرګون کې یو شمېر ولسي خلکو د ننګرهار ولایت مقام مخې ته لاریون هم وکړ او ویې ویل چې وژل شوي او وړل شوي ټول عام وګړي دي.

دوی ویل حکومت او بهرني ځواکونه دې د عامو خلکو له وژلو او زورولو لاس واخلي.

که څه هم لاریون کوونکو په بېګانیو عملیاتو کې د وژل شویو کسانو جسدونه هم ولایت مقام مخې ته وړل، خو حکومتي عسکرو اجازه ور نه کړه.

افغان ځواکونو تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې
افغان ځواکونو تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې

تر دامهاله « صفر دوه» قطعې چارواکو په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د راپورونو له‌مخې تېره ورځ په کندز ولایت کې هم د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ ملکیان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو یوه ویاند ډېبرال ریچاردسن له نیویارک ټایمز سره خبرو کې د ملکیانو وژل تائيد کړي دي، نوموړي د ملکیانو په وژنه کې طالبان پړه بللي.

خو په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو بیا تېره ورځ د عملیاتو په تائید سره ادعا کړې وه چې په تلوکه سیمه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۵۸ وسله وال طالبان وژل شوي چې یو شمېر مهم غړې هم پکې شامل دي.

پر همدې مهال یوناما ویلي چې په کندز کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د راپورونو د سپيناوي په اړه څېړنې کوي.

یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې اړه د خپلو پلټونو وروستۍ پایلې به وروسته له رسنیو سره شریکې کړي.

په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي وروستي راپورونه پر داسې مهال ورکول کېږي چې ولسمشر غني‌ څو ورځې مخکې افغان امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې د عملیاتو پرمهال د ملکي وګړو ژوند ته جدي پام وکړي.

ولسمشر غني‌ افغان ځواکونو ته امر کړی چې د عملیاتو پرمهال د ملکي‌ وګړو ژوند ته پام وکړي
ولسمشر غني‌ افغان ځواکونو ته امر کړی چې د عملیاتو پرمهال د ملکي‌ وګړو ژوند ته پام وکړي

ښاغلي‌ غني همدارنګه وویل، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د راپور په اورېدو د بل هر افغان په شان سخت ځورېږي.

په روانه جنورۍ میاشت کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ امریکا غږ ته وویل چې د دغه میاشتې تر ۱۲ مې نېټې په افغانستان کې په هوايي بریدونو او وسله والو نښتو کې ۷۳ ملکي‌ وګړي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG