د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار پر محبس ډله ییز برید؛ ۲۹ تنه وژل شوي


د ننګرهار سیمه چارواکي وايي، د دغه ولایت پر محبس موټر بم او ډله ییز برید کې ۲۹ تنه وژل شي دي.

د ولایت ویاند عطاءالله خوږیاني نن دوشنبه (زمري۱۳) امریکا غږ ته وویل چې د پېښې له ځایه ۵۰ ټپیان هم روغتونونو ته انتقال شوي دي.

ښاغلي خوږیاڼي زیاته کړه چې په یادو کسانو کې ملکي وګړي، د محبس بندیان او امنیتي سرتیري هم شامل دي.

خوږیانی وايي، تر دا مهاله اته بریدګر د افغان ځواکونو لخوا وژل شوي او تصفیوي عملیات روان دي.

هغه ویلي چې بریدګر له محبس سره نژدې شرق پلازې اخري چت کې ځای پر ځای شوي او ځینې محبس ته هم داخل شوي دي.

چارواکي وايي، په دغه زندان کې شااوخوا ۱۵۰۰ تنه بندیان وو. عطاءالله خوږیاني ویلي ۷۰۰ زندانیان چې د تېښتې هڅه یې کوله بیرته نیول شوي دي.

تر دې مخکې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ویلي و چې د برید له ځایه ۱۸جسدونه او ۴۹ټپیان روغتون ته ور وړل شوي دي.

ګلزاده سنګر امریکا غږ ته وویل چې په وروړل شوو کسانو کې ملکي وګړي، د محبس بندیان او امنیتي سرتیري هم شامل دي.

تېر ماښام لومړی د ننګرهار محبس ته څېرمه موټر بم بريد او تر هغه وروسته یوشمېر وسله والو له یوې پلازه څخه پر محبس ډزې پيل کړې.

"امنيتي ځواکونو د محبس پوستې په بشپړ ډول باندې تر خپل کنټرول لاندې راوستی،لومړني مالوماتو له مخې تر اوسه درې بريدګر وژل شوي خو څېرمه پلازه کې چې ملکي وګړی په کې ميشت وو،په ډير احتياط د پاتې وروستي منزل عمليات جريان لري،تر څو پاتې بريد ګر په کې ووژل شي."

پخواني معلومات

د ننګرهار ولایت حکومتي سرچینې وایي وسله والو د ننګرهار په محبس ډله ییز برید کړی دی.

چارواکي وايي چې د ننګرهار پر محبس موټر بم او ډله ییز برید کې تر اوسه یو کس وژل شوی او تر شلو ډېر ټپیان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې نن ماښام شاوخوا شپږ نیمې بجې وسله والو لومړی د محبس په لومړي قرول کې موټر بم چاودنه وکړه او وروسته نورو وسله والو مقاومت پیل کړ.

ښاغلی خوږیاڼی وايي چې یو شمېر بریدګر د محبس مخامخ ځینو پلازو کې ځای پر ځای شوي او جګړه یې پیل کړې، تر اوسه وسله وال محبس ته نه دي داخل شوي، خو امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او جګړه روانه ده.

د ننګرهار د والي ویاند وایي تر اوسه پورې امنیتي ځواکونو له محبس څخه تر ۵۰ پورې تښتیدلي بندیان بېرته نیولي او لا معلومات نشته چې څومره نور به په تېښته بریالي شوي وي.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکټر ظاهر عادل امریکا غږ ته وویل چې له دغې پېښې څخه دوه جسدونه او ۲۴ ټپیان روغتون ته وړل شوي چې د ځینو روغتیايي حالت مرګونی دی.

نوموړی زیاتوي چې په ټپیانو کې ځینې بندیان هم شته دی.

نوموړی زیاتوي چې معلومه نه ده چې په ټپیانو کې څومره یې نظامیان او څومره ملکیان دي.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند، طارق آرین وایي چې په پیښه کې درې تنه وژل شوي او ۵ ژوبل دي خو ښاغلي آرین ندي ویلي چې دا کسان ملکیان که د امنیتي ځواکونو غړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د برید مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

د طالبانو یوه اعلامیه وایي چې دوی د ننګرهار پر محبس برید ندی کړی.

XS
SM
MD
LG