د لاس رسي وړ اتصالات

یوه معتاده سپۍ


یوه معتاده سپۍ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

په افغانستان کې د اعتیاد مخ په پراخېدو ستونزه حیواناتو ته هم غځېدلې ده او په کابل ښار کې یوه داسې سپۍ شته، چې د مخدره موادو له معتادینو سره یوځای ژوند کوي.


په افغانستان کې د اعتیاد مخ په پراخېدو ستونزه حیواناتو ته هم غځېدلې ده. په کابل ښار کې یوه سپۍ چې د مخدره موادو له معتادینو سره یوځای ژوند کوي په هیروینو روږدې شوې ده او هره ورځ کله چې معتادین هیروئین استعمالوي، معتاده سپۍ هم د مخدره موادو د څکلو لپاره د هغوی څنګ ته ورځي.


دا سپۍ د کابل ښار په کوټه سنګي سیمه کې د سرک په غاړه د مخدره موادو له معتادینو سره یو ځای ژوند کوی.

په دې سیمه کې ګڼ شمیر بې‌سرپناه معتادین لیدل کیږي. حاجي جاوید یو له دغو معتادینو څخه دی، چې د دغې سپۍ پالنه کوي او ورته مخدره مواد ورکوي.

دی وايي، چې په پیل کې یې نور معتادین دغې سپۍ ته د هیروئینو له ورکولو څخه منع کول، خو کله چې پوه شو سپۍ په مخدره موادو روږدې شوې ده ورته یې د هیروئینو ورکول پیل کړل.
حاجي جاوید له ۲۵ کلونو راهیسې هیروئین څکوي. دی چې په یوه پښه سخت ټپي هم دی، د خلکو له ناوړه چلند شکایت کوي.

دی وايي سره له دې چې ټپي دی او په سختو شرایطو کې ژوند تیروي، خو له دغو کړاونو سره سره بیا هم د دغې سپۍ پالنې ته دوام ورکوي او د خوړو ترڅنګ ورته هره ورځ هیروئین هم برابروي.
XS
SM
MD
LG