د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیا کې د معتادینو د درملنې د مجهز روغتون د جوړیدو غوښتنه


په پکتیا کې د معتادینو د درملنې د مجهز روغتون د جوړیدو غوښتنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00

د پکتيا یو شمېر اوسېدونکو له دولت نه غوښتي دي، چې په دغه ولایت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره دې لوی مجهز روغتون جوړ کړي.


د پکتيا یو شمېر اوسېدونکو له دولت نه غوښتي دي، چې په دغه ولایت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره دې لوی مجهز روغتون جوړ کړي.

اوسمهال دغه ولايت يو شل بستريز روغتون لري او تر دې مهاله يې څه باندې ۲۵۰۰ روږدي کسان تداوي کړي دي.

اوسمهال په ګردېز کې د روږدو کسانو د درملنې يو روغتون فعاليت لري، چې په يوه وخت کې شل کسان تداوي کولای شي، خو اندېښنه دا ده، چې په دې ولايت کې د ټولو معتادينو د درملنې وړتيا نه لري.

د ځينو غيررسمي شمېرو له مخې په پکتيا کې لسګونه زره کسان په مخدره موادو روږدي دي. د خلکو غوښتنه دا ده چې په يوه وخت کې د ډېرو روږدو د درملنې لپاره دې لازمې اسانتياوې برابرې شي.

د ګردیز ښار اوسېدونکی فرهاد وويل:”دا روغتون وړوکی دی او د معتادينو شمېر زيات دی. بايد ددې بسترونه زيات شي. حتی سل بستريزه او اتيا بستريزه شفاخانه بايد جوړه شي. اوس شل بستره هم نه ده‟.

د پکتيا د معتادينو د روغتون مسؤلين وايي، چې تر دې مهاله يې څه باندې ۲۵۰۰ روږدي کسان تداوي کړي هم دي. د دوی په وينا د خپلو محدودو امکاناتو له کبله ټولو روږدو ته رسيده ګی نشي کولای.

په ورته وخت کې د پکتيا د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ولايت خان احمدزی وايي، چې د روږدو کسانو د درملنې لپاره يې د يوه بل لوی او مجهز روغتون د جوړېدو هڅې پيل کړې دي.

نوموړی وايي:”پلان مو ورته جوړ کړی دی چې په آينده کې ددې لپاره يو معياري روغتون ورته جوړ کړو او بسترونه يې پنځوس او يا سلو ته لوړ کړو ترڅو زموږ ضرورت پوره شي‟.

که څه هم د روږدو کسانو د شمېر په اړه رسمي ارقام نشته، خو د ځينو دولتي سرچينو په وينا وضعيت ته په کتو سره ويلی شي، چې په نشه يي موادو د روږدو کسانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.
XS
SM
MD
LG