د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کروندګر: اصلاح شوي تخمونه په وخت نه راکول کېږي.


ننګرهار کروندګر: اصلاح شوي تخمونه په وخت نه راکول کېږي.
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00

ننګرهار کې کروندګر نیوکه کوي چې حکومت ورته د غنمو، جوارو او سبزیجاتو اصلاح شوي تخمونه هغه مهال ویشي چې د کر وخت یې تېر شوی وي.


ننګرهار کې کروندګر نیوکه کوي چې حکومت ورته د غنمو، جوارو او سبزیجاتو اصلاح شوي تخمونه هغه مهال ویشي چې د کر وخت یې تېر شوی وي.

دوی وايي ډېر کله د کرنې ادارې او موسیساتو لخوا ورکړل شوي تخمونه هم ښه نتیجه نه ورکوي.

نور الدین د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، هغه امریکا غږ ته وویل:" موږ ته د کرنې اداره تخمونه راکوي خو په داسې وخت کې یې راته راکوي چې ډېر وخت فصل کرل شوی وي، نو بیا خو ګټه نه کوي. بل دا چې موږ نه بېرته پیسې اخلي."

دوی وايي په ولسوالیو کې کروندګر له سختو ستونزو سره مخ دي، ځکه نو ډېر کله مجبوره دي چې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو کر ته مخه کړي.

ملک زراب کروندګر دی، هغه وايي:" چې تخم په وخت نه راکول کېږي او سرې هم نه وي نو موږ مجبور یو کوکنار کرو، بل فصل خپل سر هم نه پوره کوي."

خو د ننګرهار د کرنې اداره وايي سږ کال یې د نورو کلونو سره په توپیر په وخت تخمونه ویشلي دي.

د کرنې رییس سمیع الله نصرت وايي:" موږ سږ کال هم په وخت سره تخمونه ویشلي دي.موږ سږ کال یولس زره دهقانانو ته ۵۵۰ مټریک ټنه تخم مو ویشلی دی او همدا شان مو ۱۱۰۰ مټریک ټنه سره ویشلې ده او دا دهقانان کولی شي چې دغه تخمونه چې قوي ورایټۍ دي راتلونکي کال لپاره هم تکثیر کړي."

که څه هم کروندګر د سبزیجاتو د تخمونو په مسله کې هم له وروسته ستونزو سره مخ دي، خو د کرنې اداره وايي ددغې ستونزې د حل لپاره هم لاس په کار شوي دي.

د ننګرهار په ولایت کې چې د کوکنارو پراخ کر له امله مشهور دی، کروندګر یې وايي که ښهه بدیل یې ومومي نو له دغه کښته به لاس واخلي، کنه نو ګرانه ده چې خلک د کوکنارو له کر او کاروباره راوګرځي.
XS
SM
MD
LG