د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار په څلورو ولسوالیو کې چرس کرل کېږي.


د ننګرهار په څلورو ولسوالیو کې چرس کرل کېږي.
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، چې ددغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې چرس کرل کېږي او له دې سره جوخت پر چرسو د اخته کسانو شمېره هم مخ په لوړېدو ده.


د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، چې ددغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې چرس کرل کېږي او له دې سره جوخت پر چرسو د اخته کسانو شمېره هم مخ په لوړېدو ده.

ننګرهار کې د نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې رییس محمد ادریس ساپي امریکا غږ ته وویل:" هغه سیمې چې موږ اوس پکې بنګ کرل کېږي، خوږیاڼو، شیرازد، اچین او حصارک ولسوالۍ دي چې بنګ پکې کرل کېږي، خو داسې ارقام موږ سره نشته دی چې په څومره کچه کرل کېږي."

نوموړی وايي:" د بنګو به کرلو کې هم تر پخوا زیاتوالی راغلی دی او وايي هڅه کوي چې د دغه کښت د مخنوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

نوموړی وايي د بنګو کر له ډېرېدو سره په ننګرهار کې د چرسو معتادین هم د بام وړ زیات شوي دي، خو کره ارقام یې په لاس کې نه لري.

ولسي خلک هم له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د بنګو کرلو او چرسو پر وړاندې قوي مبارزه وکړي.

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی احمد فیصل وايي:" د ننګرهار ډېرو ولسوالیو کې بنګ کرل کېږي او له بنګو نه چرس جوړېږي نو حکومت یې باید پر وړاندې مبارزه وکړي."

رسمي ارقام ښيي چې د ننګرهار په کچه له سل زره څخه ډېر خلک معتاد دي چې یوه لویه برخه یې د چرسو د معتادینو ده.
XS
SM
MD
LG