د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د چرګانو فارمونو د خلکو اړتیاوې پوره کړي


ننګرهار کې د چرګانو فارمونو د خلکو اړتیاوې پوره کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

د ننګرهار ولایت کې د (کار ډي ایف) یا کرنې د ودې او پراخیتا موسیسې د ننګرهار ګڼ شمېر ولسوالیو کې خلکو ته د جرګانو فارمونه جوړ کړي چې هر فارم د بنځه زره چرګوړو د روزنې ظرفیت لري.


د ننګرهار ولایت کې د (کار ډي ایف) یا کرنې د ودې او پراخیتا موسیسې د ننګرهار ګڼ شمېر ولسوالیو کې خلکو ته د جرګانو فارمونه جوړ کړي چې هر فارم د بنځه زره چرګوړو د روزنې ظرفیت لري.

د بیهسودو ولسوالۍ په سراچې سیمه کې د چرګانو فارم یو خاوند حاجي دلاور امریکا غږ ته وویل:" څه لګښت مو وکړ او څه کارډي ایف وکړ، خو جوړ مو کړ او اوس ښه ګټه کې یوو. ک دغسې فارمونه جوړ شي نو خلک بیا کوکنار نه کري."

د ننګرهار کرنې رییس انجنیر سمیع الله نصرت وايي چې دغسې فارمونه د ننګرهار په بهسودو،کامې، ښېوې او سره رود ولسوالۍ کې جوړشوي دي چې ټول ۱۵۰ فارمونه کېږي.

نوموړي وویل: اوس موږ په پوره اندزه چرګان لرو او هکۍ هم زموږ اړتیا پوره کولی شي. لویه ستونزه داده چې د ګاونډیو هېوادونو څخه په قاچاقي ډول چرګان او هکۍ راوړل کېږي چې کله کله موږ متضرره کوي نو دا ستونزه به هم حل شي.

ختیځ زون کې د چرګانو اتحادیه وايي چې ختیځ زون کې تر ۳۰۰۰ د چرګانو فارمونه موجود دي چې هر فارم کې له دریو څخه تر لسو کسان په کار بوخت دي.
XS
SM
MD
LG