د لاس رسي وړ اتصالات

له درملنې وروسته معتادینو ته سلا مشورې ورکول


له درملنې وروسته معتادینو ته سلا مشورې ورکول
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00

کارپوهان وايي چې د معتادینو له جسمي درملنې وروسته هغوی ته په مختلفو برخو کې د سلامشورو ورکول ډېر مهم دي او د روانې درملنې اساسي برخه جوړوي.


کارپوهان وايي چې د معتادینو له جسمي درملنې وروسته هغوی ته په مختلفو برخو کې د سلامشورو ورکول ډېر مهم دي او د روانې درملنې اساسي برخه جوړوي.

په کابل کې د معتادینو د درملنې د ۴۰ بستریز مرکز روغتیايي سلاکار غلام محمد وايي چې د معتادینو د درملنې په پروسې کې یې زیات شمیر ناروغانو ته سلامشورې ورکړي او ښې پایلې یې ترلاسه کړې دي.

غلام محمد وايي "معالجوي یا دوايي درملنه ډېر کم تاثیر لري، اصلي درملنه رواني ده چې ډېر تاثیرات لري. دا (اعتیاد) یوه رواني دماغي ناروغۍ ګڼل شوې ده، یوازې په درمل خوړلو نه کېږي، د دوی افکار، مزاج، کردار او افعال باید تغیر وکړي".

هغه وایي په دې مرکز کې له هر معتاد سره د جلا ناستو او ډله‌ییزو غونډو له لارې ناروغانو ته سلا مشورې ورکول کېږي ترڅو له درملنې وروسته څه ډول په ټولنه کې چلند وکړي او په مخدره موادو باندې بیا اخته نه شي.

د هغه په وینا کله چې ناروغ له مرکز څخه فارغ شي تر یو کاله پورې هره اونۍ یو ځل د سلامشورو لپاره بېرته مرکز ته غوښتل کېږي.
XS
SM
MD
LG