د لاس رسي وړ اتصالات

یو ځوان نانوای څنګه په نشو اخته شو؟


یو ځوان نانوای څنګه په نشو اخته شو؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:29 0:00

د غزني اوسېدونکی ګل احمد چې پخوا یې د نانوايي کار کاوه، یو ځل د شوق له مخې تریاک وڅکول چې له همدې امله په نشه يي توکو معتاد شو.


د غزني اوسېدونکی ګل احمد چې پخوا یې د نانوايي کار کاوه، یو ځل د شوق له مخې تریاک وڅکول چې له همدې امله په نشه يي توکو معتاد شو.

هغه وايي د نشو له امله یې نه یوازې کار له لاسه ورکړ بلکې له کورنۍ هم لرې شو.

ګل احمد وايي " مېرمنې مې ویل چې دا مخدرات مه څکوه خو نور بیا دا هم د پلار کور ته تللې او ما هم نه ده لیدلې، اوس دلته دا زربلخ خرڅوم او لیټران ډکوم او په دې پیسو ډوډۍ او د مخدراتو پیسې پیدا کوم، هیله مې دا ده چې له دې عمل څخه خلاص شم".

هغه وايي تر اوسه یې د خپلې درمنلې هڅه نه ده کړې، خو اوس هوډ لري چې په روغتون کې ځان بستر او له نشه يي توکو ځان خلاص کړي.

په غزني کې د معتادینو شمېر ورځ تر بلې پر ډېرېدو دی چې د دغه ښار د اورسېدونکو اندېښنې یې راپورته کړي دي.
XS
SM
MD
LG