د لاس رسي وړ اتصالات

ناسا یوه فضايي بېړۍ سپوږمۍ ته واستوله


د ناسا فضايي بېړۍ
د ناسا فضايي بېړۍ

د امریکا د فضايي څېړنو اداره (ناسا) وايي چې نن چهارشنبه نومبر ۱۶ (لړم۲۵) د ارتمیس په نامه فضايي بېړۍ یې د سپوږمۍ په لوري واستوله.

په دغې فضايي بېړۍ کې انسان نشته او انسان ته ورته درې نانځکې په کې ځای په ځای شوي چې د ستور مزلو ځانګړي لباسونه هم ور اغوستل شوي دي.

د ۱۹۷۲کال د ډسمبر په ۱۹ نېټه د اپولو په ماموریت کې ۱۷ امریکايي ستور مزلو په وروستي ځل په سپوږمۍ کې قدم وواهه. ټاکل شوې چې د ناسا دا سیستم د روان کال د اګست په ۲۹ فضا ته استول شوی وای، خو د پرلپسې تخنیکي ستونزو له کبله دا ماموریت وځنډول شو.

که هر څه د پلان په اساس مخې ته ولاړ شي، په دغې فضايي بېړۍ کې نصب شوي کپسول به د سپوږمۍ په مدار کې له ګرځېدو وروسته د ډسمبر په میاشت کې بېرته ځمکې ته راښکته شي.

مقامات وايي که ددغه ماموریت ټول ازمایښتونه په بریالي ډول ترسره شول، ناسا به په ۲۰۲۴ کال کې ستوري مزلي سپوږمۍ ته استوي او په ۲۰۲۵کال کې به ستور مزلي په سپوږمۍ کې ښکته کړي چې په کې وګرځي راوګرځي.

په ناسا کې چارواکي وايي ممکن دا ازمایښتونه درې اونۍ ونیسي او که کومه ستونزه په کې پیدا شوه، سفر به یې لنډ شي. مخکې ویل شوي وو چې دا به د شپږو اونیو ماموریت وي.

سپوږمۍ ته د فضايي بېړۍ د استولو لګښت څلور میلیارد ډالر کېږي او په ۲۰۲۵ کال کې چې کله ناسي په سپوږمۍ کې ستورمزلي ښکته کړي، بیا به د دغه ماموریت لګښت ۹۳ میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG