د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو د چټک غبرګون ځواکونو شمیر د ۴۰زرو څخه ۳۰۰زرو ته زیاتیږي


د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ جون ۲۷ (چنګاښ ۶) وویل چې د ناټو متحدین غواړي ددې تړون د چټک غبرګون د ځواکونو شمیر ۳۰۰زرو سرتیرو لوړ کاندي.

د ناټو متحدین دغه کار پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په غبرګون کې د خپلو دفاعي چارو د غښتلي کولو په خاطر کوي.

د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ وویل: «مونږ به خپلې دفاعي چارې نورې هم غښتلې کړو. مونږ به د [ناټو] تړون په ختیځه برخه کې خپل جګړه ییز ګروپونه د لیوا کچې ته لوړ کړو. مونږ به ناټو د غبرګون ځواکونه بدل کړو او د چټک غبرګون د ځواکونو شمیر به د ۳۰۰زرو څخه لوړ کړو.»

ښاغلي سټولټنبرګ دا څرګندونې د اسپانیا په مادرید کې د ناټو تړون د راتلونکې غونډې په درشل کې کړي دي. د ناټو د چټک غبرګون ځواکونو او د ناټو د غبرګون ځواکونو شمېر اوسمهال شاوخوا ۴۰زره دی.

د اسپانیا د مادرید ښار په غونډه کې به همداشان ناټو د روسیې پر وړاندې خپل هغه دریځ او ژبه بدله کړي چې په ۲۰۲۰ کال کې ددې تړون په ستراتیژۍ کې روسیه لاهم د ستراتیژیک شریک په توګه یاده شوی وه.

ښاغلي ستولټنبرګ پدې هکله وویل چې «دا به د د هغه ستراتیژیکې طرحې مسله نه وي چې مونږ پرې په مادرید کې موافقه کوو.»

هغه زیاته کړه چې: «زه تمه لرم متحدین به په زغرده ووایي چې روسیه زمونږ امنیت، زمونږ ارزښتونو او د نړیوال نظم مقرراتو ته مستقیم ګواښ رامنځته کوي.»

د ناټو مشر وویل چې اوکراین سره په مرستو کې به د مصونو ارتباطاتو وسایل، د ډرون ضد سیستم او د سونګ مواد شامل وي او ددې هیواد سره به اوږدمهاله مرسته وکړي چې وکړای شي د ناټو سټندرد وسلې استعمال کړای شي.

پر اوکراین باندې د روسیې د فبرورۍ د میاشتې د ۲۴ نیټې د پوځي یرغل وروسته د ناټو تړون روسیې ته څیرمه په خپلو ختیځو پولو کې د دفاعي ځواکونو شمیر زیات کړ.

XS
SM
MD
LG