د لاس رسي وړ اتصالات

سټولټنبرګ: له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین بریا د ناټو لپاره لومړیتوب لري


د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) عمومي‌منشي ینس سټولټنبرګ او د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي
د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) عمومي‌منشي ینس سټولټنبرګ او د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) عمومي‌منشي ینس سټولټنبرګ نن پنجشنې د اپریل ۲۰ (وري ۳۱) د اوکراین پلازمینې کیف ته د یوه نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې وویل چې د اوکراین او روسیې په جګړه کې د اوکرین "بریا" د ناټو لپاره لومړیتوب لري.

سټولټنبرګ په کیف کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل: "د اوکراین راتلونکې د یورو- اتلانټیک په کورنۍ کې ده، د اوکراین راتلونکې په ناټو کې ده. په دې اړه د تړون ټول غړي یوه خوله دي."

نوموړي زیاته کړه چې په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب موضوع به ددې تړون د روان کال د دوبي د سرمشریزې د اجنډا په سر کې ځای ولري.

پر اوکراین د روسیې تر پوځي یرغل وروسته، کیف ته دا د سټولټنبرګ لومړی سفر دی.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په یادې خبري ناستې کې وویل چې، اوس هغه وخت را رسیدلی دی چې کیف د ناټو غړیتوب ته ور وبلل شي.

نوموړي زیاته کړه: "اوس مهال چې د ناټو د ګڼ شمېر غړو هېوادونو خلک په دغه تړون کې د اوکراین د غړیتوب څخه ملاتړ کوي، نو په کار ده چې سمه پرېکړه وشي."

تر دې وړاندې سټولټنبرګ ویلي و چې اوکراین به په اوږدمهال کې د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي، خو ټینګار یې کړی و چې اوس مهال اوکراین د یو خپلواک هېواد په توګه د روسیې د پوځي یرغل په وړاندې جګړه کوي.

سټولټنبرګ د خپل سفر په ترڅ کې، په کیف کې د وژل شویو اوکرایني سرتیرو د یادګار څلي ته ولاړ او همدا راز د هغو تخریب شویو روسي پوځي وسایطو لیدنه یې وکړه چې په پلازمینه کیف کې نندارې ته ایښودل شوي دي.

نوموړی په ناټو کې له اوکراین څخه تل خپل ملاتړ څرګند کړی او ددغه تړون غړي هېوادونه یې، اوکراین ته د تسلیحاتي مرستو لپاره هڅولي دي.

سټولټنبرګ همدا راز د ناټو له غړو هېوادونو د دفاعي لګښت د لوړولو غوښتنونکی دی. نوموړي تیره میاشت ددغه تړون غړو هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې پر اوکراین د روسیې یرغل ته په کتو ، ددغه تړون غړي هېوادونه هغسې چې اړینه ده، خپل دفاعي لګښت نه لوړوي.

هغه وویل: "پر اوکراین د روسیې تر پوځي یرغل وروسته، د ناټو ګڼ شمېر هېوادونو ژمنه وکړه چې په خپلو دفاعي بودیجې کې به د پام وړ زیاتوالی راولي. اوس باید دغه ژمنې په نغدو پیسو او تجهیراتو بدلې شي، ځکه دفاعي لګښتونه د هر هغه کار بنسټ جوړوي چې موږ یې تر سره کوو."

دا پداسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ د میاشتې پوځي یرغل ددې لامل شویدی چې د ناټو د تړون ګڼ شمېر غړي اروپايي هېوادونه یواځې د خپلو وسله والو ځواکونو د میلیارډونو ډالرو تمویل ته ژمن شویدي.

په ورته وخت کې، ډنمارک او هالنډ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اوکراین لپاره د لیوپارډ، ۱۴ زغره والو ټانکونو د پیرودلو او ترمیم لپاره چمتو دي.

د دواړو هېوادونو دفاع وزارتونو ویلي چې دغه ۱۴ زغره وال ټانکونه چې ټولیزه بیه یې ۱۸۰ میلیونه ډالر کیږي، د راتلونکې کال په لومړیو کې به اوکراین ته وسپارل شي.

په دې وروستیو کې اوکراین پر خپل متحدینو باندې فشار راوړی چې د روسي ځواکونو سره د مقابلې په موخه باید دغه هېواد ته پرمختللي وسلې، ټانکونه او جنګي الوتکې ورکړي.‌

دا پداسې حال کې ده چې د اوکراین دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ د اپریل ۱۹ (وري۳۰) اعلان وکړ چې دغه هېواد په امریکا کې جوړ د پټریوټ راکټونو پرمختللی سیسټم ترلاسه کړی دی.

په دې اړه د اوکراین د دفاع وزیر اولکسي رزنیکوف په ټویټر کې لیکلي:‌ " نن د اوکراین ښکلی اسمان خوندي شوی دی، ځکه د پټريوټ د دافع هوا سیسټم اوکراین ته رسیدلی دی. زموږ هوايي ځواکونو په ډېرې چټکۍ سره ددغه پرمختللي سیسټم کارول زده کړل او زموږ متحدینو پر خپلو ژمنو عمل وکړ."

XS
SM
MD
LG