د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د هلیکوپتر لوېدو پېښه کې دوه امریکايي عسکر وژل شوي


امریکایي چارواکي وایي دا هلیکوپتر د (دښمن په برید کې نه دی غورځول شوی
امریکایي چارواکي وایي دا هلیکوپتر د (دښمن په برید کې نه دی غورځول شوی

افغانستان کې مېشت د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونه وايي نن چهارشنبه(نومبر ۲۰) د یو پوځي هلیکوپتر د لوېدو په پېښه کې یې دوه امریکايي عسکر وژل شوي دي.

په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د هلیکوپتر د غورځېدو په اړه څېړنې روانې دي او وايي چې لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه هلیکوپتر د «دښمن» په برید کې نه دی غورځول شوې.

په دغه اعلامیه کې د هلیکوپتر د غورځېدو د ځای په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. بیان وايي په دغه پېښه کې د وژل شوو دوو امریکايي عسکرو نومونه به د دفاع وزارت د پالیسۍ له‌مخې تر ۲۴ ساعتونو وروسته په ډاګه کړي دي.

وسله والو طالبانو بیا ادعا کړې ده، چې دغه هلیکوپتر د دوی وسله والو تېره شپه د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په پنګرام سیمه کې راغورځولی دی.

طالبانو د دې ترڅنګ د یادې هلیکوپټر لوېدو پېښه کې د ۵۴ امریکايي او«صفر ۱» افغان عسکرو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

د یادو دوو امریکايي عسکرو په وژل کېدو سره په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې په افغانستان کې د وژل شوو امریکايي عسکرو شمېر ۲۳ تنه ته ورسېد.

په افغانستان کې روانه جګړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کیږي. په دغې مودې کې شاوخوا ۲۴۰۰ امریکايي ځواکونه وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي.

دا مهال په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې شاوخوا ۱۲زره امریکايي عسکر مېشت دی، شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکایي عسکر په افغانستان کې دېره دي.

XS
SM
MD
LG