د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: افغانستان زمونږ د لومړیتوبونو څخه دی


د ناټو عمومي منشي ینس ستولټنبرگ
د ناټو عمومي منشي ینس ستولټنبرگ

د ناټو عمومي منشي ټینگار کړی چې افغانستان لاهم ددې تړون د مهمو لومړیتوبونو څخه دی او پوځي او مالي همکاري به یې ورسره دوام ولري.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولټنبرگ چې د جمعې په ورځ اکتوبر ٢٥ (لړم ٣) یې د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې په دوهمه ورځ خبرې کولې وویل چې دغه تړون د افغانستان د دامنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي چې د نړیوال تروریزم سره په جگړه بوخت دي.

ښاغلي ستولټنبرگ وویل: "د افغانستان څخه زمونږ ملاتړ هم د قواو او هم د مالي منابعو له درکه ټینگ او دوام لري."

هغه وویل چې په افغانستان کې د قاطع ماموریت په چوکاټ کې د ناټو ١٦ زره سرتیري خدمت کوي.

ښاغلي ستولټنبرگ همداشان په تکرار سره وویل چې د طالبانو سره د مذاکراتو د بیا پیل کیدو په صورت، ناټو د هغه هرکلی کوي.

اداري فساد، جدي ستونزه

ښاغلي ستولټنبرگ وویل چې اداري فساد په افغانستان کې یوه لویه ستونزه ده او د افغانستان سره ددې سازمان د مالي مرستو یوه برخه د فساد په وړاندې د مبارزې او د شفافیت په خاطر ده.

د امریکا د دفاع وزیر مایک اسپر د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل چې د ناتو قاطع ماموریت د افغان ځواکونو ظرفیت لوړوي او په افغانستان کې شتون ته ژمن دي.

ښاغلي اسپر وویل: "زمونږ هدف دادی چې پر خپل هیواد باندې له افغانستان څخه د برید مخه ونیسو. مونږ ټول پدې باور یو چې د یو سیاسي جوړجاړي په اساس دې هدف ته ورسیږو. څرنگه چې مونږ په افغانستان کې اوضاع څیړو د داسې لارو په لټه کې یو چې په هغه هیواد کې خپل شتون په ښه توگه وڅیړو. زمونږ هدف دادی چې هلته ثابت ځواکونه وساتو چې زمونږ د ماموریت اړتیا پوره کړي".

دغه څرگندونې پداسې حال کې کیږي چې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي تیره ورځ د امریکا غږ ته وویل په افغانستان کې ددې سازمان قواوی به پدې هیواد کې د امنیتي گواښونو د کمیدو په پام کې نیولو سره راکمې شي.

هغه همداشان ټینگار وکړ چې د طالبانو سره د مذاکراتو د بیا پیل کیدو په صورت کې لازم دي چې د افغانستان حکومت په کې محوري رول ولري.

رپوټ: صمصامه سیرت - د امریکا غږ خبریاله له بروکسل څخه

XS
SM
MD
LG