د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د روسیې د ګواښ پر وړاندې د پاټریوټ ۱۰۰۰ توغندي اخلي


 د پاټریوټ میزایل
د پاټریوټ میزایل

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) غړو نن چهارشنبه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ دریمه (مرغومي ۱۳) وویل چې په اروپا کې د دې تړون غړو د روسیې له خوا د ګواښونو په وړاندې د خپل هوايي دفاعي ظرفیت د پیاوړتیا په موخه د ۱۰۰۰پاټریوټ توغندیو د پیرلو تړون لاسلیک کړ.

د پنځه اعشاريه پنځه ميليارده ډالرو په ارزښت ددغه تړون په اړه اعلامیه پداسې حال کې خپره شوې پدې وروستيو ورځو کې مسکو پر اوکراين د توغنديو او هوایي بریدونو يوه څپه پيل کړې ده.

د ناټو د تدارکاتو ادارې ویلي چې د جرمني، هالنډ، رومانیا او اسپانیې په ګډون د یوې ډلې هېوادونو د موافقې له مخې به په اروپا کې د پاټریوټ توغندیو تولید زیات شي.

د ناټو تړون عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د "تړون د امنیت د ټینګولو په خاطر تر ۱۰۰۰ پورې د هوایي دفاع د پاټریوټ په نويو توغندیو کې د پانګونې اعلامیه یو پر وخت اقدام" وباله.

په دې اعلامیه کې د سټولټنبرګ له قوله راغلي: "په ملکي وګړو او د اوکراین پر ښارونو د روسیې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه دا ښيي چې د هوايي دفاع عصري سیستم زموږ د امنیت لپاره څومره مهم دی."

د متحده ایالاتو او جرمني په ګډون د ناتو متحدینو په امریکا کې جوړ شوی د پاټریوټ سیسټم اوکراین ته استولی چې د روسیې د هایپرسونیک توغندیو د بریدونو د دفاع لپاره یې وکاروي.

خو کیف ته د توغندیو لیږلو د لویدیځو هیوادونو وسلو زیرمه کمه کړې او واشنګټن یې دې ته اړ کړی ددغو ذخیرو د تازه کولو لپاره د جاپان په څیر نورو متحدینو ته مخه کړي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ او تدارکاتو ریاست وايي، چې د دغه قرارداد له مخې به په جرمني کې د دغه ډول توغندیو د تولید یو مرکز جوړ شي، چې د جرمني د 'MBDA' شرکت او د ریتان شرکت ترمنځ به یوه ګډه پروژه وي، چې د امریکا د آر ټي ایکس ګروپ یوه برخه ده.

د هالنډ د دفاع وزیرې کاجسا اولونګرن په خپله ایکسپاڼه کې د دې قرارداد په اړه لیکلي چې "اروپا به د الوتکو ضد ۱۰۰۰ پاټریوټ توغندي جوړ کړي، دا په ډاګه کوي چې د اروپا همکاري د لویو بریاوو ضمانت کوي."

د اټکل له مخې د یو پاټریوټ توغندي بيه شاوخوا څلور ميليونه ډالره ده او ناټو وايي چې دغه قرارداد نورې برخې هم لري چې په کې په ازموينې کې کاریدونکي تسلیحات او ددغو توغندیو د ترمیم او مراقبت پرزه جات شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG