د لاس رسي وړ اتصالات

نږدې یوه میاشت کې ۱۰۴ افغانان د طبیعي پېښو له امله مړه شوي


طبیعي پیښو خلکو ته تر ټولو زیاته مرګ‌ژوبله په کندهار او هرات ولایتونو کې اړولې ده.
طبیعي پیښو خلکو ته تر ټولو زیاته مرګ‌ژوبله په کندهار او هرات ولایتونو کې اړولې ده.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د افغانستان د دولت وزارت وايي، چې د افغانستان په شلو ولایتونو کې سیلابونو، برف‌کوچونو او نورو طبیعي پېښو خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

دغه وزارت په خپل تازه ریپوټ کې ویلي، چې د تیر کال د کب له یولسمې څخه د روان کال د وري تر ۷ نیټې پورې۱۰۴ تنو د طبیعي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳۷ نور ټپيان شوي دي.

د ریپوټ په اساس، طبیعي پیښو خلکو ته تر ټولو زیاته مرګ‌ژوبله په کندهار او هرات ولایتونو کې اړولې ده.

په ریپوټ کې راغلي، چې په دې موده کې څه باندې ۲۰زره کورونه هم د طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوي، چې له لس زرو زیات یې په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

همدا شان د سیلابونو او نورو طبیعيي پېښو له امله د دغو ولایتونو په ۳۰ سیمو کې سړکونه، ۱۴۱ ښوونځي او ۳۵ جوماتونه هم ویجاړ شوي دي.

په ریپوټ کې د طبیعي پېښو له امله د بې‌ځایه شویو کورنیو د شمیر په اړه څهه نه دي ویل شوي، خو له دې وړاندې د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي وو، چې په تیرو شاوخوا دریو میاشتو کې له دوه سوه زرو څخه زیات افغانان د طبیعي پېښو او ناامنیو له امله بې‌ځایه شوي دي.

بیړنۍ مرستې

له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د افغانستان د دولت وزارت په خپل ریپوټ کې ویلي، چې د نړیوالو مرستندویو ادارو په همکارۍ یې، له سیلابونو او برف‌کوچونو څخه زرګونو زیانمنو کورنیو سره بیړنۍ مرستې کړې دي.

په ریپوټ کې راغلي، چې نږدې ۴۵۰۰ کورنیو سره د نقدو پېسو، څه باندې لس زره کورنیو سره د غذایي موادو او نږدې لس زره کورنیو سره د غیرخوراکي موادو مرسته شوې ده.

دغه وزارت ویلي، چې د کندهار په یو شمیر ولسوالیو کې د ناامنۍ له امله د طبیعي پېښو په ځانګړي ډول د سیلابونو د زیانونو په اړه یې تراوسه څیړنې نه دي کړي.

د کندهار، هرات، هلمند، فراه، زابل، ارزګان، ننګرهار، لغمان، کنړ، پروان، کاپیسا، غزني، میدان وردک، خوست، پکتیا، لوګر، دایکندي، نیمروز او غور هغه ولایتونه دي، چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د افغانستان د دولت وزارت د ريپوټ په اساس وروستیو بارانونو او واورو په کې خلکو ته زیانونه اړولي دي.

له دې مخکې دغه وزارت خبرداری ورکړی وو، چې په را روان پسرلي کې د ۳۴ ولایتونو په ۱۸۴ ولسوالیو کې یو میلیون او درې سوه زرو څخه زیات افغانان د سیلابونو د لوړ ګواښ سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG