د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت: خبریال نیکزاد دوو خوشې شويو طالبانو وژلی


د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې د ځانګړو قطعاتو ځواکونو په غزني کې د افغان خبریال رحمت‌الله نیکزاد د وژلو دوه عاملین نیولي دي.

دغه ریاست په یو بیان کې ویلي چې نیول شوي کسان حمیدالله او ذکرالله نومېږي او له زندان څخه د خوشې شویو ۵۰۰۰ طالبانو په ډله کې وو.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست زیاته کړې چې دغه کسان له خوشې کېدو وروسته په غزني کې د طالبانو د هدفي وژنو د مسول قاري عبید له ډلې سره یوځای شوي او په تېرو دوو میاشتو کې یې د خبریال نیکزاد په ګډون یو قاضي او د غزني د مستوفیت دوه کارکوونکي وژلي دي.

په بیان کې راغلي: "نیول شویو تورنو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی او ویلي یې دي چې د وژنو سربېره یې د ماین څا پرځای کولو او نورو څو تروریستي قضیو کې فعاله ونډه درلوده".

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

رحمت‌الله نیکزاد د یو ازاد خبریال ترڅنګ د غزني د خبریالانو د ټولنې مسول هم و او شاوخوا لس ورځې مخکې په غزني کې خپل کور ته نږدې په ډزو ووژل شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رئیس ویلي چې طالبانو پورې تړلې د "کاروان عبیده" په نوم ډله په افغانستان کې د خبریالانو، د مدني ټولنې غړو او سیاسي فعالانو د هدفي وژنو مسوله ده.

د بې‌پولې راپور ورکوونکو سازمان افغانستان د خبریالانو لپاره خونړی هېواد بللی او ویلي چې په دغه کال کې تراوسه په افغانستان کې پنځه خبریالان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG