د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د خبریالانو لپاره د خونړیو هېوادونو په کتار کې


د راپور له مخې په ۲۰۱۹ کال کې په نړۍ کې ۵۳ خبریالان وژل شوي و
د راپور له مخې په ۲۰۱۹ کال کې په نړۍ کې ۵۳ خبریالان وژل شوي و

د بې پولې خبریالانو سازمان یا «RSF» وايي، په ۲۰۲۰ کال کې په نړۍ کې ۵۰ خبریالان وژل شوي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان نن سه شنبه، ډسمبر ۲۹ (مرغومې ۹) په خپل راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۰ له پیل راهېسې تر ټولو زیات خبریالان په مکسیکو کې وژل وي دي.

بیان زیاتوي: " اته خبریالان په مکسیکو، څلور په هند، درې په فلیپین، څلور په سوریه، یوه په یمن، پنځه په افغانستان،شپږ په عراق، څلور په پاکستان او درې په هاندوراس کې وژل شوي دي."

د بې پولې خبریالانو سازمان په راپور کې راغلي چې له یادو خبریالانو څخه ۸۶ سلنه یې په داسې هدفي بریدونو کې وژل شوي چې له کار سره یې هېڅ تړاو نلري.

د راپور له مخې په ۲۰۱۹ کال کې په نړۍ کې ۵۳ خبریالان او د ۲۰۱۱ کال څخه بیا تر ۲۰۲۰ پورې په نړۍ کې ۹۳۷ خبریالان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې څلور افغان خبریالان په هدفي بریدونو کې ووژل شول.

محمد الیاس داعي، رحمت الله نېکزاد، ملاله میوند او یما سیاوش هغه خبریالان و چې د روان کال وروستیو کې په ماین چاودنو او وسله وال برید کې ووژل شول.

پر همدې مهال د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په ګډون ګڼو بنسټونو پر افغان خبریالانو بریدونه غندلي او له امنیتي ارګانونو څخه یې د عاملینو د پيدا کولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG