د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې سږکال جګړې کابو ۳۹۰زره افغانان بې‌ځایه کړي


د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې جګړو او ناامنیو په ټول افغانستان کې کابو ۳۹۰زره افغانان د خپلو مینو پرېښودلو ته اړ کړي دي.

د اوچا د رپوټ په اساس کله چې په مې میاشت کې د افغانستان په څوو ولایتونو کې جګړو زور واخیست تر ټولو زیات شمېر افغانان له خپلو سیمو څخه نورو ولایتونو ته بې‌ځایه شول.

د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر ویلي چې د سازمانونو اړوند ډلو په مختلفو سیمو کې لسګونه زره کسان تشخیص کړي چې له جګړو تښتېدلي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په رپوټ کې راغلي: "زیاتره خلک کابل او نورو لویو ښارونو ته ځي ترڅو له جګړو او نورو ګواښونو څخه خوندي شي. د ۲۰۲۱ د جولای له پیل څخه د اګست تر پنځمې بشردوستانه ټولنې څه باندې ۵۸۰۰ کورني بې‌ځایه شوي چې کابل ته راغلي تائید کړي دي".

د اوچا د معلوماتو په اساس د جګړو له امله په کابل کې میشتو بې‌ځایه شویو کډوالو سره د خوړو، د کور د اړتیا وسایلو، روغتیايي کڅوړو او نورو توکو مرستې شوي دي.

دغې ادارې ویلي چې یو شمېر بې‌ځایه شوي کډوال په کابل کې د خپلوانو او دوستانو په کورنو کې میشت شوي خو لویه برخه یې د شین اسمان لاندې ژوند کوي چې له همدې امله زیات له زیانمننې سره مخ دي.

سلیم یو له دغو بې‌ځایه شویو کډوالو څخه دی چې له بغلان څخه کابل ته راغلی او د سرای شمالي په سیمه کې له سرپناه پرته ژوند کوي.

د هغه په وینا ولس له بې‌ځایه شویو کډوالو سره د خوړو، کمپلو، جامو او کېږدیو مرستې کړې دي.

د جګړې دوام او د مرستې رسونې په بهیر کې خنډ

ملګري ملتونه وايي چې د دغه سازمان په ګډون ۱۵۶مرستندویه بنسټونه په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره مرستې کوي او د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې ۷.۸ میلیونو بې‌وزلو افغانانو سره مرستې کړې دي.

همداشان دغه سازمان ویلي چې د خدماتو د وړاندې کولو لپاره د ملګرو ملتونو او نورو غیردولتي ادارو وړتیاوې په افغانستان کې خوندیتوب او اضافي بودجې پورې تړلې دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس دغه سازمان اوسمهال ۳۸سلنه بودجه په واک کې لري او د مرستو د رسولو لپاره ۸۰۰میلیون نورو ډالرو ته اړتیا لري.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال لږ تر لږه په لسو ولایتونو کې جګړه دوام لري او نورو ولایتونو ته د جګړو په پراخېدو سره به د بې‌ځایه شویو کډوالو په شمېر کې لا زیاتوالی راشي.

XS
SM
MD
LG