د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې د ادلیب په جگړه کې ٧٠ تنه وژل شوي


د سوریې په ادلیب کې شاوخوا درې میلیونه کسان اوسیږي
د سوریې په ادلیب کې شاوخوا درې میلیونه کسان اوسیږي

د سوریې په ادلیب کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو یاغي ډلو ترمنځ په دوه ورځنیو جگړو کې د دواړو خواو نژدې ٧٠ تنه وژل شوي دي.

په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي د اگست د میاشتې راهیسې چې د روسیې په نوښت د اوربند موافقه شوې په ادلیب کې دا تر ټولو سخته جگړه وه.

د فرانس پرس اژانس وایي د یکشنبې په سهار د ماریت النومن په سیمه کې جنگي الوتکو په جهادي ډلو او د هغوی په ملاتړو په هغه سیمه کې بمباري وکړه چې پدې وروستیو کې یې د حکومت نه نیولي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د یکشنبې په ورځ د دوه ورځنۍ جگړې د مړو شمیره ٦٩ تنه ‏ښودلې ده. د وژل شویو کسانو له جملې نه ٣٦ تنه یې حکومتي سرتیري دي.

دغې ډلې دا هم ویلي چې جگړه وروسته له هغې پیل شوه چې په سوریه کې د القاعده شبکې پخوانیو ملاتړو د سوریې د رژیم په قواو له څو اړخونو بریدونه وکړل او بیا د شپې له خوا د سوریې پوځ د روسي جنگي الوتکو په ملاتړ پر یاغیانو بریدونه وکړل.

د جگړې څارونکو او د فرانس پرس خبریال وایي چې حکومتي قواو د لاسه ورکړې سیمې بیرته نیولي او جگړه لا هم روانه ده.

په ادلیب کې د سوریې د جگړې د بیځایه شویو کسانو په گډون شاوخوا درې میلیونه کسان اوسیږي او دغه سیمه تر ډیره د سوریې د القاعده شبکې د پخوانیو ملاتړو له لورې کنترولیږي.

ملگري ملتونه او بشري ډلې وایي د ٢٠١١ کال راهیسې چې د سوریې جگړه پیل شوې په کې څه دپاسه ٣٧٠ زره کسان وژل شوي او په میلیونو نور بیځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG