د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار او هلمند کې د ګوزڼ تازه پېښې ثبت شوي


کندهار کې په ککړو اوبو کې د ماشومانو لامبو
کندهار کې په ککړو اوبو کې د ماشومانو لامبو

په جنوب کې د پوليو پر وړاندې د مبارزې ځينې سرچينې وايي، چې د پوليو (ګوزڼ) دوه نوې پېښې د کندهار په لویه ویاله او د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت او کومې بلې رسمي ادارې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل چې د پولیو دوه نوې پېښې د کندهار ښار په لویه ویاله او د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ثبت شوې دي چې څه موده وړاندې يې نمونې اخستل شوې وې.

په دې وروستيو ورځو کې په کندهار کې د پوليو انساني مثبتې پېښې په پرله پسې ډول ثبت شوې دي چې تازه دوه مثبتې پېښې د کندهار په لويې ويالې او د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.

د پولیو پر ضد د مبارزې مسؤولین وايي چې په کندهار کې یو ٣٦ میاشتنی ماشوم او د هلمند په نهر سراج کې بیا ٦٠ میاشتنی ماشوم د پېښې ښکار شوي دي.

د مسؤولین په وینا، په دې سره په کندهار کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر شپږ او په جنوبې حوزه کې ۹ ته ورسید.

د جنوبي حوزې د پولیو پرضد مبارزې یوې روغتیايي سرچینې چې له نوم اخیستلو یې ډډه وکړه، امریکا غږ ته وويل چې څو اونۍ مخکې له یادو ماشومانو څخه د څېړنو لپاره طبي نمونې اخیستل شوې وې چې پایلې یې تر دوی پورې رسیدلي.‌

د دې سرچینې مسؤولینو وویل: "په دغو ماشومانو کې چې په ګوزڼ اخته شوي، یو یې د ٣٦ میاشتو او بل یې د ٦٠ میاشتو دی چې د کندهار په لویه ویاله او د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې په ګوزڼ اخته شوې دي. د دوی په وینا، دا هغه سیمې دي چې د پولیو واکسین سره د ځایي خلکو همکاري ډیره کم رنګه وه او په سیمه کې ټول محیطي سمپلونه هم مثبت شوي دي."

د دغو چارواکو ټینګار دا دی چې ولسونه دې د واکسین په برخه کې همکاري وکړي او ټول ماشومان دې واکسین کړي او کومو سیمو کې چې دا واکسین سایټ پر سایټ یا جومات پر جومات تطبیق کیږي، هغه دې کور په کور تطبیق شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG