د لاس رسي وړ اتصالات

تیر ۲۴ ساعتونه افغانستان کې۶۲۳ تنه کرونا نیولي ۱۱تنه مړه شوي


۵۰ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.
۵۰ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۶۲۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

یاد وزارت نن جمعه مې۲۹(غبرګولې۹) ویلي چې په تیرو ۲۳ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۹۸۵ مشکوکو سمپلونو معاینات تر سره شوي چې ۶۲۳ یې مثبت ثابت شوي دي.

په دې سره تر دامهاله په افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۱۳۶۵۹ ته ورسېد.

له یادو پېښو څخه ۲۷۱ په کابل،۱۷۹ په هرات، ۶۷ په ننګرهار، ۳۳ بلخ، ۱۸ خوست، ۱۳ لغمان، ۱۰ بدخشان، ۱۰ پروان، ۹بامیان، ۹ پکتیکا، ۷ پکتیا، ۳ لوګر، ۲تخار او یوه ـ یوه پېښه په کونړ او دایکندي ولایتونو کې ثبت شوې ده.

دغه وزارت رسنیو ته په استول شوو معلوماتو کې ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې په هرات، خوست، بلخ او کابل کې د کرونا ویروس له امله ۱۱ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړوو شوو کسانو شمېر ۲۴۶ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه ۵۰ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۱۲۵۹ تنو ته ورسېد.

په افغانستان کې له تیرو لسو ورځو راهیسې په کروناویروس د اخته‌و کسانو شمېر په بې‌ساري ډول مخ په زیاتېدو دی خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له دغه ویروس سره د مبارزې په برخه کې د طبي تجهیزاتو د کموالي خبرداری ورکړی دی.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره د نړۍ ۱۸۸ هېوادونه ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمېرو په اساس د جمعې ورځ مې ۲۹مه (غبرګولي۹)۳۶۰۴۳۷ تنه له یاد ویروس څخه مړه شوي او نژدې شپږ میلیونه نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG