د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ۴۹ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.
د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز نن سې شنبه اپرېل۱۴(وري ۲۶) خبریالانو ته وویل چې په دې سره په افغانستان د کروناویروس مثبتو پېښو شمېر ۷۱۴ ته ورسېد.
له تازه ثبت شویو پېښو څخه ۱۸ یې کابل، ۱۵ کندهار، ۶ بلخ، ۴ هرات، ۴ غزني او ۲ ننګرهار کې ثبت شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې تر دامهاله ۲۳ تنه د کرونا ویروس له امله په افغانستان کې مړه شوي دي او ۴۰ تنه نور ورڅخه روغ شوي دي.
د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز وویل چې له دغه ویروس څخه تېره ورځ یو تن په کابل او بل په فاریاب کې تر جوړېدو وروسته خپلو کورنیو ته رخصت شوي دي.
هغه وویل چې د کروناویروس د خپرېدو اساسي لار ګڼه ګوڼه او غونډي دي چې باید جدي مخنیوی یې وشي.
نوموړي په افغانستان کې د کروناویروس پراخېدو خبرداری ور کړ او له خلکو څخه یې وغوښتل چې په دې اړه د روغتیا وزارت وقایوي لارښووني عملي کړي.
له کرونا سره د مبارزې لپاره د ډاکترانو لپاره د محافظتي بستې د کار خانې پرانیستل .
د افغانستان روغتیا وزارت له کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف د روغتیا وزارت د کار کوونکو لپاره د ماسکونو او د ډاکټرانو د ځانګړو لباسونو د تولید د لومړنۍ کارخانې د پرانیستلو خبر ورکړ.
د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز نن سې شنبه اپرېل ۱۴ (وري ۲۶) خبریالانو ته وویل چې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره تر یو میلیون زیاتو محافظتي بستو (روغتیايي کیت) ته اړتیا شته.
ښاغلي فیروز وویل چې دغه کار خانه به د ورځې د ماسکونو او د ډاکټرانو لپاره د ځانګړي لباسونو تر ۵۰۰ محافظتي بستې په ټیټه بیه تولید کړي چې په دې برخه کې به زیاتې ستونزې ورسره هواري شي.
هغه وویل، کوم ډاکټران او د روغتیا وزارت کار کوونکي چې د کروناویروس په وړاندې مبارزه کوي، د حکومت په لومړیتوبونو کې دي او د حفاظت لپاره یې جدي اقدامات کوي.
نوموړي وویل چې دغه کار خانه به په نژدې راتلوونکي کې د اړتیا وړ مکروب ضد «ضد عفوني» مواد هم تولید کړي.
ښاغلي فیروز وویل چې کروناویروس په هیواد کې د پراخېدو په حال کې دی چې د مخنیوي او کنټرول لپاره یې باید جدي تدابیر ونیول شي.
د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.
په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د نن سې شنبې اپریل۱۴ (وري ۲۶) پورې ۱۱۹۶۸۶ کسان مړه کړي او نژدې دوه میلیونه پرې اخته دي.
دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.