د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا ویروس مثبتې پېښې شپږ سلنه ټيټې شوي ـ روغتیا وزارت


د کرونا ویروس له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۶۶ تنو ته ورسېد.
د کرونا ویروس له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۶۶ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني وايي، په دغه هیواد کې د کرونا ویروس رسمي پېښې شپږ سلنې ټيټې شوي، خو وايي، بیا هم د کرونا ویروس د دوهمې څپې راتلو ګواښ شته.

نوموړي نن دوشنبه اکتوبر۵(تلې۱۴) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د تیرې اونۍ تر وروستیو پورې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو کسانو فیصدي اووه سلنې ته ټيټه شوې وه.

له هغه څخه یوه اونۍ وړاندې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو کسانو فیصدي ۱۶ سلنه وه.

د روغتیا د وزیر د معلوماتو په اساس تیره اونۍ د کرونا ویروس څخه ۳۰۰ تنه بیرته روغ شوي و، خو تر هغه وړاندې اونۍ کې شااوخوا ۱۰۰ تنه بیرته روغ شوي و.

د نوموړي په خبره تر تیرې اونۍ پورې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو فیصدي شپږ سلنه وه:"په داسې حال کې موږ په ښه وضعیت کې یو، خو باید هیر نه کړو چې کرونا تر اوسه ختمه شوې نه ده،موږ اړتیا لرو چې د کرونا له دوهمې څپې څخه باید د روغتیايي لار ښوونو په عملي کولو سره ځان وساتو."

تیرو ۲۴ ساعتونو کې مثبتې پېښې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۸۱ مثبتې پېښې ثبت شوي او څلور تنه نور مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن دوشنبه اکتوبر۵(تلې۱۴) ویلي چې په تیر یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۳۴۱ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۸۱ مثبت ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۴۲۲ ته پورته شوو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د څلورو تنو په مړه کېدو سره د کرونا ویروس له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۶۶ تنو ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۵ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یوملیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG