د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ۵۳ تنه نور په کورنا ویروس اخته شوي


د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۰۱۴۱ ته پورته شوو.
د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۰۱۴۱ ته پورته شوو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۵۳مثبتې پېښې ثبت شوي او درې تنه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن شنبه اکتوبر ۱۷ (تلې۲۶) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د۲۸۲مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۵۳مثبت ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۰۱۴۱ ته پورته شوو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د درې تنو په مړه کېدو سره د کرونا ویروس له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۸۸ تنو ته ورسېد.

روغتیا وزارت وايي چې تر دا مهاله په افغانستان کې ۳۳۵۶۱ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او ډیر ژر په وبا واوښت او بیا ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۸ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یوملیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG