د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس؛ افغانستان کې تازه پېښو کې ۲۷ تنه مړه شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۳۲ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۲۷ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن دوشنبه ډسمبر اوومه (لېندۍ ۱۷) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۳۵۰مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۲۳۲ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۸۱۳۳ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۲۷ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۹۰۲تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۲۰۲تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳۷۹۸۴ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۶۷ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG