د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا تازه پېښو له امله ۱۱ تنه مړه شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د۱۲۶ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۱۱کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن شنبه ډسمبر ۱۲ (لېندۍ ۲۲) ویلي چې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۸۹۵۲ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۱۱ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۹۶۰ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۶۲تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳۸۳۲۸ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۷۱ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG