د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر له ۵۳ زرو واوښت


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۳۰۱۱ ته پورته شو
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۳۰۱۱ ته پورته شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۱۰۲ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۷ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن دوشنبه جنورۍ ۴ (مرغومې ۱۵) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۵۷۵ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۱۰۲ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۳۰۱۱ ته پورته شوو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله ۷ تنه مړه شوي چې په دې سره دکرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۲۳۷ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۱۲۵ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۲۵۳۰ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۸۵ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG