د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۶۹ تنه نور په کرونا اخته شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۰۰۸ ته پورته شو.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۰۰۸ ته پورته شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۶۹ مثبتو پېښو د ثبتېدو او یو کس د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن جمعه جنورۍ ۲۹ (سلواغې لسمه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د۱۷۹۰ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې۶۹ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۰۰۸ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله یو تنه مړ شوی چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۴۰۰ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۲۳ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۷۶۰۶ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG