د لاس رسي وړ اتصالات

په ۲۴ ساعتونونو کې افغانستان کې ۲۴ کسان په کرونا اخته شوي


افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۶۱۷۷ ته پورته شو.
افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۶۱۷۷ ته پورته شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۲۴ مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر کړی دی.

روغتیا وزارت نن دوشنبه مارچ ۲۲ (وري ۲) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د۱۰۰۶ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۲۴ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۶۱۷۷ ته پورته شو.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی، خو د تېرو معلوماتو په اساس په دغه هیواد کې ۲۴۶۳ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ شپږ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۹۷۴۳ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG