د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۸۱ تنه په کرونا ویروس اخته شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۶۶۷۶ ته پورته شوو.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۶۶۷۶ ته پورته شوو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد هیواد کې د کرونا ویروس د ۸۱ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن شنبه اپرېل۳(وري ۱۴) ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویرویس د۱۱۹۰ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې ۸۱ مثبت و.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۶۶۷۶ ته پورته شوو.

روغتیا وزارت ویلي چې د کرونا ویروس خپرېدو له امله په افغانستان کې ۲۴۹۷ تنه مړه شوي او ۵۱۷۱۰۰ نور بیرته ورڅخه جوړ شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر یو ځل بیا پر داسې مهال زیاتیږي چې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د دریمې څپې را بر سره کېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

بلخوا تیره میاشت په افغانستان کې د کرونا ویروس واکسین د تطبیق بهیر هم پيل شو چې د معلوماتو په اساس تر دا مهاله زرګونه کسان واکسین شوي دي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې سل میلیون کسان په اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG