د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا تازه مثبتې پېښې؛ افغانستان کې ۶۲ تنه نور پرې اخته شوي


په دې سره په غه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۶۷۷۹ ته لوړ شو
په دې سره په غه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۶۷۷۹ ته لوړ شو

د افغانستان دعامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد هیواد کې ۶۲ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او څلور تنه نور ورڅخه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن دوشنبه اپرېل ۵ (وري ۱۶) ویلي چې په تیرو ۲۴ساعتون کې د کرونا ویروس د ۲۰۳۵ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې ۶۲ یې مثبت او پاتې منفي وو.

له یادو مثبتو پېښو څخه تر ټولو زیاتې ۲۲ یې په هرات، ۱۴ په کابل، ۹ په ننګرهار، ۴ په کندهار، ۲ کندز، ۴ هلمند، ۲ کونړ او ۵ په لغمان ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په غه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۶۷۷۹ ته لوړ شو.

همداره په تیره شپه او ورځ کې د ۴ تنو په مړه کېدو سره په افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر۲۵۱۲ او بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۱۹۰۲ ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا دجانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې سل میلیون کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې ۲ میلیون کسان نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG