د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر ۲۰۳۴۲ ته لوړ شو


روغتیا وزارت ویلي چې د ۳۰ مړو شوو کسانو له ډلې څخه ۲۳ تنه یوازې په کابل کې دی
روغتیا وزارت ویلي چې د ۳۰ مړو شوو کسانو له ډلې څخه ۲۳ تنه یوازې په کابل کې دی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۷۹۱ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۳۰ تنه نور له دغه ناروغۍ څخه مړه شوي دي.

یاد وزارت ویلي چې د نویو مثبتو پېښو څخه ۳۱۳ یوازې په کابل کې ثبت شوي او د ۳۰ مړو شوو کسانو له ډلې هم ۲۳ تنه یوازې په کابل کې دی.

روغتیا وزارت نن یکشنبه جون اوومه (غبرګولې ۱۸) ویلي چې په دې نویو پېښو سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۰۳۴۲ تنو ته لوړ شو.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس د ۱۴۲۷ مشکوکو سملونو معاینات شوي چې ۷۹۱ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.

له یادو پېښو څخه ۳۱۳ په کابل، ۹۴ هرات، ۷۹ کندهار، ۷ بلخ، ۱۸ ننګرهار،۱ لوګر،۴۹ نیمروز،۱۱پروان،۱۴ سمنګان،۱۲۸ خوست،۷کونړ،۹ جوزجان، ۱۷ فاریاب،۴ غور، ۶هلمند،۸ پنجشیر،۶بادغیس،۱۲ زابل او ۸ نورستان ولایت کې ثبت شوي دي.

په تیره یوه شپه او ورځ کې په شپږو ولایتونو کابل، هرات،بلخ، خوست، فاریاب او هلمند کې د کرونا ویروس له امله ۳۰ تنه مړه شوي چې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۳۵۷ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه ۴۵تنه نور بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۱۸۷۵تنو ته ورسېد.

په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر پر داسې مهال زیاتیږي چې د افغان حکومت تیره ورځ له یاد ویروس څخه دخوندیتوب په هدف نوې طرحه وړاندې کړې.

د یادې طرحې په له مخې د ټول دولتي او خصوصي ښوونیزو مرکزونو تر درې نورو میاشتو پورې تمدید شوه، په عامه ځایونو کې د ماسک اغوستل اجباري شول، له لسو تنو څخه د زیاتو خلکو یو ځای راټولېدل منعه شول او همدرانګه یې خلکو ته خبر ورکړ چې په عامه ځایونو او کاري چاپېریال کې کرونا ضد مواد وپاشي او خپلو منځونو کې دوه متره فاصله مراعت کړي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د نن یکشنبې تر غرمې جون اوومه (غبرګولې۱۸) پورې ۳۹۹۸۳۱ کسان مړه کړي او نژدې ۷ میلیونه نور پرې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG