د لاس رسي وړ اتصالات

درې ولایتونو کې د کروناویروس خپرېدل زیات شوي ـ روغتیا وزارت


د افغانستان روغتیا وزارت چارواکي وايي، د دوی د معلوماتو په اساس نسبت نورو ولایتونو ته د هیواد په درې ولایتونو هرات، بادغیس او بامیانو کې د کروناویروس د مثبتو پېښو خپرېدل زیات شوي دي.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر اکمل سمسور نن دوشنبه جولای ۲۰ (چنګاښ ۳۰) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د یاد ولایتونو اوسېدونکي باید په کروناویروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره ډير احتیاط وکړي.

هغه زیاته کړه: "کوم ارقام چې موږ تجزیه او تحلیل کړي، په درې ولایتونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو معایناتو فیصدي ډيره لوړه ده، دا هرات، بادغیس او بامیان ولایتونه دي. په دغو درې ولایتونو کې د هغو کسانو ورځنیو معایناتو مثبته فیصدي لوړه ده. دا په دې معنی ده چې په دغو درې ولایتونو کې د کروناویروس خپرېدل ډير زیات شوي دي."

نوموړي همدارنګه وویل چې په وروستیو ورځو کې د هیواد روغتونونو ته د مراجعه کوونکي شمېر کم شوی، خو ټینګار یې وکړ کوم کسان چې د کرونا علایم ولري باید روغتونونو ته مراجعه وکړي.

تیرو ۲۴ ساعتونو کې مثتې پېښې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند همدارنګه وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۱۸ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۴۰ یې مثبت ثابت شوي دي.

د روغتیا وزارت د ویاند د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۳۵۵۰۳ ته ورسېد.

یاد وزارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله دوه تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۱۱۸۳ تنو ته پورته شوو.

روغتیا وزارت زیاتوي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس له امله ۲۲ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۳۶۶۳ تنو ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې پیدا شوو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن دوشنبې تر غرمې جولای ۲۰(چنګاښ۳۰) پورې په نړۍ کله د کرونا ویروس له امله ۶۰۶۲۰۵ تنه مړه شوي او څه باندې ۱۴ میلیون نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG