د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې د کرونا ویروس د پېښو نوی ریکارډ 


د روغتیا نړیوال سازمان وايي کروناویروس لوی ګواښ نه دی، بلکې د یو نړیوال پیوستون نشتوالی لوی ګواښ دی
د روغتیا نړیوال سازمان وايي کروناویروس لوی ګواښ نه دی، بلکې د یو نړیوال پیوستون نشتوالی لوی ګواښ دی

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې تېره ورځ (یکشنبه-جون۲۱) د کرونا په ویروس د اخته کسانو د شمېر له پلوه یوه تاریخي ورځ وه.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په دغه ورځ په نړۍ کې ۱۸۳۰۰۰ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي. دا د دغه ویروس د پيل راهېسې تر ټولو ډېرې پېښې دي ‌چې په یوه ورځ کې ثبیږي.

په تازه پېښو کې تر ټولو ډېر کسان په برازیل او د امریکا په متحدو ایالتونو کې دي. په برازیل کې په یوه ورځ ۵۵۰۰۰ او د امریکا په متحدو ایالتونو کې بیا ۳۶۰۰۰ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

هند درېیم هېواد دی چې تېره ورځ په کې تر نورو ډېر ۱۵۰۰۰ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم غیبریسوس نن دوشنبه جون ۲۲ (چنګاښ۲) وویل: "اوس د کروناویروس لوی ګواښ نه دی، بلکې د یو نړیوال پیوستون او مشرتابه نشتوالی لوی ګواښ دی. موږ د یوې وېشلې نړۍ په لاس دا وبا نشو ماتولی."

په همدې حال کې د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د عامې روغتیا په څانګه کې د صحي مصونیت مرکز وايي چې د امریکا په ډېرو ایالتونو کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

د دغه مرکز مشر ډاکټر ټام اېنګلیزبي امریکايي چاینل فاکس ته وویل چې نوې پېښې دا ښکاره کوي چې دا ویروس پراخ خپور شوی او همدغه راز د هغو ډېرو کسانو نتایج هم مثبت راوتلي دي‌ چې ځانونه یې معاینه کړي وو چې کرونا نه وي.

دا په داسې حال کې دي چې د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې عبادتځایونه، رستورانتونه، کاروبارونو او ډېرو نور پرانیستل شوي او د قرنطین شرایط کم شوي دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو او دا مهال د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې ۸.۹ میلیون خلک په دغه ویروس اخته دي او شاوخوا ۴۶۸زره نور یې مړه کړي دي.

امریکا تر نورو هېوادونو ډېر تلفات لري. په امریکا کې د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دې دمه نژدې ۱۲۰زره کسان مړه شوي دي او څه باندې ۲.۲ میلیون نور په دغه ویروس اخته دي.

برازیل کې بیا څه باندې ۵۰زره کسان مړه شوي او شاوخوا ۱.۸ نور پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG