د لاس رسي وړ اتصالات

په ناګورنو قره باغ کې جګړه روانه ده؛ د منسک ډله د اوربند هڅه کوي 


د اذربایجان او ارمنستان ځواکونو د پنجشنبې په ورځ اکتوبر اتمه (تلې ۱۷) پداسې حال کې نښتو ته دوام ورکړ چې د امریکا متحده ایالات، فرانسه او روسیه د جنګ د مخنیوي او د اوربند د ټینګیدو لپاره هڅه کوي.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیحون بیراموف، د پنجشنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو، فرانسې او روسیې له پلاوي سره د سویس په ژنیو ښار کې ګوري او تمه کیږي چې د ارمنستان د بهرنیو چارو وزیر ظهراب مونتساکانیان، هم د دوشنپې په ورځ ددغو دریو هیوادونو له مقاماتو سره په مسکو کې کتنه وکړي.

دغه خبرې د دریو ځواکونو د ګډو هڅو پیل دی چې د قفقاز په سیمه کې د سپتمبر د ۲۷ نیټې راپدیخوا روانې جګړې بندې شي. دغو شخړو د هغه پایپ لاین په اړه هم اندیښنې زیاتې کړي چې د اذربایجان له لارې اروپا ته تیل او ګاز انتقالوي.

د امریکا متحده ایالات، روسیه او فرانسه په ګډه د منسک د ډلې مشري کوي. د منسک ډله په ۱۹۹۲ کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د ناګورنو قره باغ د لانجې د سوله ییز حل او میانځګړیتوب لپاره جوړه شوه.

د نړیوال قانون له مخې د ناګورنو قره باغ سیمه د اذربایجان خاوره ده، خو اوسیدونکي یې ارمنیان دي. ارمني جلاغوښتونکي د ناګورنو قره باغ سیمه د ۱۹۹۰ لسیزې په خونړیو جګړو کې ونیوله چې په کې ۳۰ کسان ووژل شول.

د اسوشیتدپرس اژانس د یو امریکایي مقام له قوله رپوټ ورکړی چې: "د امریکا د متحده ایالاتو دریځ څرګند دی او تغییر یې ندی کړی. دواړه اړخونه باید ژر تر ژره دښمني بنده کړي او د منسک د ډلې له رئیسانو سره همکاري وکړي تر څو ډیر ژر بیرته اساسي مذاکراتو ته لاړ شي."

د مذاکراتو څخه څو ساعته مخکې اذربایجان وویل چې د ګنجه ښار باندې ارمنستان برید کړی دی.

اذربایجاني مقامات وایي چې د سپتمبر د ۲۷ راهیسې چې جګړه پیل شوې تر اوسه ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۳ ټپیان شوي دي، خو د پوځیانو د تلفاتو په هکله یې معلومات ندي ورکړي.

د ناګورنو قره باغ مقامات وايي چې نن ددې ساحې د ادارې اصلي مرکز باندې ډزې شوي او د هغوی ۳۰ تنه پوځیان وژل شوي دي. ددغو مقاماتو په وینا تر اوسه په ناګورنو قره باغ کې ۳۵۰ پوځیان او ۱۹ ملکي وګړي وژل شوي دي او زیات شمیر نور ټپیان شوي دي.

نړیواله ټوله اندیښنه لري چې د اذربایجان ملاتړې ترکیه او روسیه چې د ارمنستان سره امنیتي تړون لري پدغه جګړه کې ښکیل نشي.

په اتیایمه لسیزه کې دغه سیمه د پخواني شوروي اتحاد د اذربایجان جمهوریت د سرحد په اوږدو کې پرته وه، خو هغه وخت ټول تصمیمونه مسکو کې نیول کیدل.

کله چې شوروي اتحاد په ړنګیدو شو، څرګنده شوه چې ناګورنو قره باغ به د اذري حکومت د مستقیم کنترول لاندې شي. ارمني نژادو دا ونه منله.

په نتیجه کې فرقه یي کړکیچ رامنځ ته شو او ۱۹۹۱ کې د اذربایجان او د ناګورنو قره باغ د ارمني نژادو ترمنځ کړکیچ چې ارمنستان یې ملاتړ کاوه په جګړه واوښت. په زرګونو کسان ووژل شول او په سلګونو زره بیځایه شول.

XS
SM
MD
LG