د لاس رسي وړ اتصالات

چپس او ایسکریم د کوکاین او هیروین په څېر سړی معتاد کوي- څېړنه 


د روغتیايي چارو کارپوهان وايي چې پروسس شوي خواړه او غذا لکه بسکویټ، ساسچ، ایسکریم، ګاز لرونکي غیر الکولي مشروبات هم د نیکوتین، هیروین او کوکاین په څېر خلک معتاد کوي.

یوې څېړنې، چې د ۳۶ هېوادونو ۲۸۱ تحقیقات یې اروزلي دي، ښودلې ده چې ۱۴ په سلو کې مسن خلک په دغو خوړو عادت شوي دي. تر دې مخکې څېړنو ښودلې وه چې په دوامداره توګه دا ډول غذا خوړل په رواني ناروغۍ، سرطان او ځینو نورو ناروغیو د اخته کېدو له خطر سره تړلي دي.

د امریکا د مېشګن ایالت د پوهنتون استادې اشلی ګیرهارت په نوې څېړنې کې هماغه معیارونه کارولي دي چې څېړونکي په نشه يي توکو د اعتیاد د تشخیص لپاره کاروي.

له حده زیات او له کنترول څخه وتلی ډېر خوراک، دغو خوړو ته ډېره لیوالتیا او د زیانونو په اړه یې له پوهېدو سره سره بیا هم په دوامداره ډول یې استعمال هغه معیارونه وو چې په نوې څېړنې کې ترې کار اخیستل شوی دی.

ګیرهارت په خپلې وروستۍ ارزونې کې لیکلي دي: «هغه خواږه او غوړ چې په پروسس شویو خوړو کې موندل کېږي، ظاهرآ د ماغزو په سیستمونو باندې اعتیاد زېږوونکي اغیزې لري.»

د دغې څېړنې یو بل محقق کریس وان تولکن د ګارډین ورځپاڼې ته لیکلي دي چې ځينې پروسس شوي خواړه ځینې کسان معتاد کوي او هر کله چې یو کس په خوړو معتاد کېږي، په همدغو پروسس شویو خوړو باندې متعاد کېږي.

البته په خوړو کې یوه ماده نه ده چې انسان پرې معتاد کېدای شي،‌ هاغسې چې په تنباکو کې نیکوتین اعتیاد زېږوونکي دي، په پروسس شویو خوړو کې څو ترکیبونه دي چې انسان پرې معتاد کېږي.

په طبعي خوړو کې هم خواږه او غوړ شته چې انسان معتاد کوي،‌ خو په پروسس شویو خوړو کې د دغو موادو کچه بیخي زیاته ده. د بېلګې په توګه، یوه مڼه ۵۵ خوږه کالوري او دوه کیلو کالوري غوړ لري، خو یو چاکلیټ بار بیا ۲۳۷ کیلو خوږه کالوري او ۲۶۶ کیلو غوړه کالوري لري.

خو ټول خلک په یو ډول په پروسس شویو خوړو باندې نه معتاد کېږي. څېړونکي وايي ځینې داسې دي چې لږ چپس وخوري، ماړه شي او بس یې کړي، خو ځینې نور بیا دا کنترول نلري او تر اخره یې خوري.

وان تولکن وايي په پروسس شویو خوړو کې موجودې مادې یو شمېر خلکو ته اعتیاد زېږوونکې نه وي، هاغسې چې ځینې خلک الکول، سګرت او کوکاین استعمالوي، خو بیا هم پرې معتاد نه وي.

نوموړی وایي چې د پروسس کېدونکیو خوړو شرکتونه باید د دغو خوړو په پاکټونو او بکسونو باندې د خوړو د ترکیباتو او مشخصاتو په اړه معلومات ولیکي. هغه وايي څنګه چې په ۱۹۶۰ کلونو کې د سګرت په ضد کمپاین پیل شوی و، باید همدغسې د پروسس شویو غذاو په اړه د کمپاین په اړه اقدام وشي.

صحي کارپوهان وايي انسانان باید د ورځې خپل تر ۲۰ سلنې زیاته څخه انرژي د پروسس شویو خوړو څخه ترلاسه نکړي.

دا مطلب د هلت لاین له ویبسایټ څخه اخیستل شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG