د لاس رسي وړ اتصالات

۱۳۹۹ لمریز کال افغانستان کې د کرونا ناروغۍ ترسیورې لاندې پیل شو


د نوي کال او نوروز پر لومړۍ ورځ د بلخ ولایت مرکز د روضې زیارت د کرونا ویروس د خپریدو د اندیښنو له امله د زیارت کوونکو پرمخ تړل شوی.
د نوي کال او نوروز پر لومړۍ ورځ د بلخ ولایت مرکز د روضې زیارت د کرونا ویروس د خپریدو د اندیښنو له امله د زیارت کوونکو پرمخ تړل شوی.

افغانستان کې نن د جمعې په ورځ نوی ۱۳۹۹ لمریز کال په داسې حال پیل شو، چې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ناروغۍ د خپریدو د اندیښنو له امله د نوي کال او د نوروز د لمانځلو تودیزې غونډې جوړې نه شوې.

د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې هرکال د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ د زرګونو خلکو په ګډون د سخي د جنډۍ د اوچتولو مراسم ترسره کیږي.

په کابل کې هم دا مراسم د سخي د زیارت په غونډۍ کې ترسره کیږي. خو د نوي کال او د نوروز د لمانځلو ترټولو ستره غونډه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف کې حضرت علي کرم الله وجهه ته منسوب د سخي په روضه کې د زرګونو خلکو په ګډون ترسره کیږي.

په مزارشریف کې د امریکا غږ اشنا خبریال وايي، سږکال دا مراسم د کرونا ویروس د خپریدو د اندیښنو له امله د جمعې په ورځ ترسره نشو او د بلخ ولایتي چارواکو تیره شپه په روضه کې د سخي د جنډې د پورته کولو دودیز مراسم د څو تنو په ګډون ترسره کړل.

د دود له مخې هرکال د سخي په روضه کې د جنډې د پورته کولو په مراسمو کې د بلخ د ولایتي چارواکو سربیره له کابل څخه هم د افغان حکومت لوړپوړې چارواکي ګډون کوي.

د بلخ ولایت سربیره د کابل او بامیانو ولایتونو په ګډون په نورو ولایتونو کې هم د ورته اندیښنو له امله د جنډې د پورته کولو مراسم د خلکو د حضور پرته ترسره شو.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو ویډیوي پیغام له لارې خلکو ته د ۱۳۹۹ لمریز کال مبارکي ورکړې ده.

ښاغلي غني د نوي ۱۳۹۹ لمریز کال د پیل په مناسبت په خپل پیغام کې له خلکو غوښتي، چې د کرونا ویروس د ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره دې د نوي کال د لمانځلو لپاره د غونډو د جوړولو څخه ډډه وکړي.

همداشان د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني بي بي ګل هم د افغانستان خلکو ته د نوي کال مبارکي ورکړې ده.

میرمن غني هم افغانانو ته د کرونا د ناروغۍ څخه په امان کې د پاتې کیدو هیله څرګنده کړې ده.

په افغانستان کې هرکال نوی تعلیمي کال د حمل په دوهمه پیلیږي، خو د کرونا د ویروس د ناروغۍ د خپریدو داندیښنو له امله افغان حکومت پریکړه کړې، چې سږکال ښوونځي او د لوړو زده کړو موسسې یوه میاشت وروسته پرانیځي.

همداشان افغان حکومت په کابل او هرات ولایتونو کې حمامونه، د ودونو تالارونه، د لوبو او تفریح ځایونه هم د نامعلومې مودې لپاره تړلي دي.

XS
SM
MD
LG