د لاس رسي وړ اتصالات

د نیوزلنډ صدراعظمه: کروناویروس مو ختم کړ


د نیوزلنډ صدراعظمې وویل د کرونا له ګبله به نور لګول شوي بندیزونه به هم ختم کړي
د نیوزلنډ صدراعظمې وویل د کرونا له ګبله به نور لګول شوي بندیزونه به هم ختم کړي

د نیوزلنډ صدراعظمې جسیندرا اردیرن د دوشنبې په ورځ جون ۸ (غبرګولي ۱۹) اعلان وکړ چې په هېواد کې یې د کروناویروس خپرېدل له منځه وړي او دا ویروس هلته ختم شوی دی.

د مېرمن اردیرن تر اعلان څو ساعته مخکې د نیوزلنډ د روغتیا د برخې مشرې اشلي بلومفیلډ په یوې اعلامیې کې وویل چې په کروناویروس د اخته کس له رغېدو وروسته د کوم کس د اخته کېدو او نه اخته کېدو پېښه ثبته شوې نه ده. هغې وویل چې په هېواد کې یې د کروناویروس وروستۍ پېښه ۱۷ ورځې مخکې ثبته شوې او دا د فبرورۍ له ۲۸ نېټې وروسته نوې پېښې وه.

د نیوزلنډ د روغتیا د برخې مشرې بلومفیلډ وویل "دا د کروناویروس د مخنیوي په لاره کې زموږ تر ټولو غټه لاس ته راوړنه ده، خو د ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به احتیاطي اقدامات روان وي. "

په همدې حال کې د نیوزلنډ صدراعظمې ویلي دي‌ چې په هغه هېواد کې د قرنطین یوه بله درجه هم کموي چې په ترڅ کې به یې په عمومي‌ غونډو باندې محدودیتونه هم له منځه ځي، خو د ماسک تړل به جبري وي.

نیوزلنډ د مارچ په میاشت کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره محدودیتونه ولګول او له ځینو حیاتي کاروبارونو پرته یې نور ټول اقتصادي کارونه بند کړل، نړیوال پروازونه یې وځنډول او سرحدونه یې وتړل.

په نیوزلنډ کې د مۍ په میاشت کې د لګول شویو بندیزونو کمول پیل شول او صدراعظمې اردیرن اعلان وکړ چې د بیارغونې کارونه، داخلي پروازونه، مارکیټونه، رستورانتونه، سینماګانې او ښوونځي دې بېرته پرانیستل شي.

په نیوزلنډ کې تر دې دمه ۱۱۵۴ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي‌ او ۲۲ تنه مړه شوي دي.

په دغه هېواد کې د کروناویروس د ختمېدو له رسمي‌اعلان وروسته د نیوزلنډ د رګبې ادارې وویل چې د همدغې اونۍ په پای کې به د نوي سیزن لوبې وي او نندارچیان کولی شي میدان ته راشي او لوبه وګوري.

د کروناویروس د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شوی او دا مهال د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې یې څه باندې ۴۰۰زره کسان مړه کړي او ۷.۳ میلیون نور انسانان پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG