د لاس رسي وړ اتصالات

د نیوزلینډ د کرکټ لوبډلې پاکستان ته د تګ نه انکار وکړ


د نیوزلینډ لوبډله د وروستي ځل لپاره په 2003 کال کې پاکستان ته تللې وه.
د نیوزلینډ لوبډله د وروستي ځل لپاره په 2003 کال کې پاکستان ته تللې وه.

پاکستان د نیوزلینډ نه غوښتي و چې د شلو شلو اورونو د لوبو لپاره دې هیواد ته ولاړ شي خو د نیوزلینډ لوبډلې د امنیتي دلایلو په خاطر د پاکستان غوښتنه رد کړیده.

د نیوزلینډ لوبډله د روان کال په آخرو میاشتو کې د پاکستان د لوبډلې سره د ټیسټ، یو ورځنیو او شلو اورونو د لوبو لپاره عربي متحده اماراتو ته ځي. د نیوزلینډ د کرکټ رئیس ګریک بارکلي د کریک انفو ویب پاڼې ته ویلي دي چې د حکومت ، لوبغاړو او امنیتي څانګو سره تر سلا مشورې وروسته یې پاکستان ته د نه تللو پریکړه کړې.

د 2009 کال راپدیخوا چې په پاکستان کې د سریلانکا په لوبډلې تروریستي برید وشو، نړیوالې لوبډلې دې هیواد ته د تلو نه انکار کوي او پاکستان خپلې اکثره کورنۍ لوبې په عربي متحده اماراتو کې کوي.

د زمبابوې لوبډلې په 2015 کال کې پاکستان ته د شلو شلو اورنو د لوبو لپاره تللې وه چې د همدې لوبو پر وخت هم د قذافي د نړیوال لوبغالي سره نږدې چاودنه وشوه.

د ویسټ انډیز لوبډلې هم چې مشهور لوبغاړي یې پکې ن و شامل، د روان ۲۰۱۸ کال د اپریل په میاشت کې پاکستان د دریو شل اوریزو لوبو لپاره تللې وه. د پاکستان کرکټ بورډ زیار باسي نړیوالو لوبډلو ته د امنیت ډاډ ورکړي او پاکستان ته د ورتګ قناعت ورکړي خو نړیوالې لوبډلې لا هم پاکستان ته د امنیتي دلایلو په خاطر زړه نه ښه کوي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG