د لاس رسي وړ اتصالات

ولې ځینې مسلمانان د نایکې له یو ډول بوټ سره ستونزه لري


نایکې وايي دا اندېښنه جدي نیسي
نایکې وايي دا اندېښنه جدي نیسي

زرګونو کسانو د نایکې له نړیوال شرکت څخه غوښتي خپل هغه بوټ له بازارونو او مارکیټونو څخه ټول کړي چې د مسلمانانو په فکر او ادعا پر تليو یې (الله) لیکل شوې ده.

د دغه بوټ په تليو کې په انګلیسي کې (AirMax270) لیکل شوی چې د (M) سرچپه بڼه یې د (الله) له توري سره ورته والی لري او مسلمانان فکر کوي چې دا ( الله) توری دی. آیر مکس د نایکي لوګو/نښه هم ده. دا ورزشي بوټان دي.

په برتانیا کې یوې نجلۍ، صاعقه نورین، پر انټرنټ د ۲۵۰۰۰ کسانو د لاسلیکونو غوښتنه کړې چې له نایکې شرکت څخه رسمآ وغواړي دا بوټان له بازارونو او مارکیټونو څخه ټول کړي.

د واشنګټن پر وخت د غرمې تر ۱۲:۰۰ پورې تقریبآ ۲۱۰۰۰ کسانو دا عریضه لاسلیک کړې وه. نورین لیکلي دي دا مناسبه نه ده چې د (الله) نوم دې تر پښو لاندې او په خټو او خاورو دې ککړل کړل شي.

​د نایکې ایر مکس ۲۷۰ بوټ
​د نایکې ایر مکس ۲۷۰ بوټ

ځینو کسانو له دغه شرکت څخه غوښتې چې له دې کبله دې رسمي بخښنه وغواړي. د امریکا د اسلامي اړیکو د شورا د عامو اړیکو مسول ابراهیم هوپر امریکايي رسنۍ سي بي اس ته ویلي دي چې دوی په دې اړه د نایکې له شرکت سره خبرې کوي.

د نایکي شرکت یو ویاند فاکس نیوز ته ویلي دي چې دا یوه عادي لوګو ده چې د ډیزان لپاره جوړه شوې او له هېڅ ډول مذهبي مسایلو سره اړخ نه لګوي. دغه ویاند ویلي دي چې دوی ټولو مذهبونو ته درناوی لري او دا اندېښنه جدي نیسي.

نایکې یو نړیوال شرکت دی چې اصلي دفتر یې امریکا دی او تولیدات یې په د نړۍ نورو هېوادونو کې خرڅیږي.څه موده مخکې ځینوغیرو مسلمانو افراطیانو پر نایکې شرکت له دې کبله انتقادونه کړي وو چې ولې یې په خپل یو تجارتي اعلان کې یوې باحجابې مسلمانې ته اجازه ورکړې وه چې د دغه شرکت جامې واغوندي.

XS
SM
MD
LG