د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا لا هم د نیول شوي امریکایي سرتیري په هکله څه ندي ویلي


ټاکل شوې وه چې د متحده ایالاتو دا سرتیری د ټکساز ایالت ته ستون شو و چې د پوځ څخه د بیلیدو چارې یې پیل شوې وی.
ټاکل شوې وه چې د متحده ایالاتو دا سرتیری د ټکساز ایالت ته ستون شو و چې د پوځ څخه د بیلیدو چارې یې پیل شوې وی.

د شمالي کوریا چارواکو لا هم د هغه امریکایي سرتیري د موقعیت په هکله څه ندي ویلي چې د همدې اوونۍ په سر کې د جنوبي کوریا څخه شمالي کوریا ته وتښتید.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین د جمعې په ورځ وویل چې د شمالي کوریا سره ددې سرتیري د سرنوشت په هکله یې د اړیکو نیولو لپاره د موجودو چینلونو څخه کار اخیستی خو لا یې پدې هکله څه ندي اوریدلي.

ښاغلي بلینکن وویل، "مونږ د اړیکو چینلونه لرو، کار مو ترې واخیست خو په بدل کې د یو توغندي پسې د بل توغندي واریدو ځواب راکړل شو".

پداسې حال کې چې واشنګټن لا هم دیته سترګې په لار دی چې د خورد ضابط ټرویس کنګ په هکله د ملګرو ملتونو او د واشنګټن او پیونګ یانګ تر منځ د منځګړي هیواد سویډن د لارې د شمالي کوریا څخه څه شی واوري، د امریکا پوځ او د ملګرو ملتونو قومانداني پدې هکله پلټنې کوي څنګه یو امریکایي سرتیری چې ټاکل شوې وه امریکا ته ولاړ شي او د انضباطي اقداماتو سره مخ شي وکړی شو شمالي کوریا ته وتښتي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي چې د تروریزم ضد پرسونل د پوځ د پلټنو مشري کوي او په جنوبي کوریا کې د میشتو امریکایي ځواکونو سره هم پدې برخې کې همغږي روانه ده.

د ملګرو ملتونو د قوماندانۍ د عامه اړیکو مسؤل ډګروال اساک ټیلر امریکا غږ ته ویلي چې د امریکا په مشرۍ دا قومانداني چې د دواړو کوریاګانو تر منځ ګډه امنیتي سیمه څاري د جولای ۱۸ مې نیټې د پیښې په هکله پلټنې پیل کړي.

په همدې ورځ چې د امریکا د پوځ دا سرتیری د جنوبي کوریا څخه شمالي کوریا ته وتښتید، د متحده ایالاتو یو اوبتل چې په اتومي وسلو سمبال دی جنوبي کوریا ته ورسیده او د امریکا او جنوبي کوریا پوځ اتومي مشورتي غونډه هم وکړله.

ویل کیږي چې دا امریکایي سرتیری څه باندې یوه نیمه میاشت کیده چې په توقیف خانه کې بندي و. یو امریکایي چارواکي امریکا غږ ته ویلي چې دا سرتیری هوایي ډګر ته لدې لپاره وړل شوی و چې متحده ایالاتو ته بیرته ستون شي خو زیاتوي چې هغه بیخي الوتکې ته پورته شوی ندی.

یو بل امریکایي چارواکي بیا امریکا غږ ته ویلي دا سرتیری پدې خاطر متحده ایالاتو ته ستنیده چې د پوځ څخه د بیلیدو لپاره اداري لازم اقدامات پر ځای کړي.

چارواکي وایي متحده ایالاتو ته د ستنیدو پر ځای دې سرتیري د نورو سیلانیانو سره یو ځای هغه کلي ته ولاړ چې د شمالي او جنوبي کوریا په سرحد کې پروت دی او له هماغه ځایه شمالي کوریا ته وتښتید.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې د متحده ایالاتو دا سرتیري شمالي کوریا ته پداسې حال کې اوښتی چې خندا یې کوله او د شمالي کوریا د سرتیرو لخوا په موټر کې لیږدول شوی خو دا معلومه نده چې چیرته وړل شوی.

تر اوسه نده معلومه چې دا سرتیری ولې شمالي کوریا ته اوښتی.

ټاکل شوې وه چې هغه د ټکزاس په ایالت کې د امریکا د پوځ یوې اډې ته تللی وی او د پوځ څخه د بیلدو چارې یې پیل شوې وی. دا سرتیری د وهلو ډبلو په یوې قضیې کې په جنوبي کوریا کې په ملکي زندان کې څه موده بندي و.

د دې سرتیري د کورنۍ غړیو هم د ځینو مطبوعاتو سره په مرکو کې ولي چې پدې پیښه هک پک دي. د هغه مور ویلي چې د راتګ څخه یوازې څو ورځې وړاندې یې د خپل زوی سره خبرې کړي او هیڅ داسې نه معلومیده چې هغه به داسې یو څه وکړي.

کلایاډا ګیټس د خپل کور مخې ته خبریالانو سره په خبرو کې وویل، "زه مې خپل زوی بیرته غواړم. زما زوی بیرته کورته راولئ او دعا وکړئ چې هغه بیرته کورته راشي".

XS
SM
MD
LG